Skip to main content

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta

 Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta 


دا واخلئ د عبدالواحد ټېکېدار چاربیته


وګوره دبدب زما 

سل مې په اردل کښې ځي 

سل مې غلامان دي، سل اسونه په سل لارې ځي

سل په کښې ریبارې ځي

سل مې محلونه دي

سل مې برجلونه دي

سل په کښې ډالونه دي

سل په اویزاندې کټارۍ دې د غضب زما

وګوره دبدب زما


سل دي جلادیان په کښې 

سل دي دورانچیان په کښې

سل دي نوکران په کښې

سل می لګیدلي خنجرونه په اوربل کښې ځي

سل مې په اردل کښې ځي

سل دې سهیلۍ زما 

سل ګډې، چیلۍ زما

سل پړي، سیلۍ زما

سل مې کجاوې د سلو سترګو راته دارې ځي

سل په کښې ریبارې ځي


سل مې صفتونه دي

سل مې نوبتونه دي

سل مې جماتونه دي

سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما

وګوره دبدب زما


سل مې سفیرۍ کوي 

سل زمیندارۍ کوي

سل مې نوکرۍ کوي

سل مې په قولبو پسې جامبړې په غوبل کښې ځي

سل مې په اردل کښې ځي


سل مې ماشومانې دي

سل په کښې ځوانانې دي

سل مې بوډۍ ګانې دي

سل مې مخکې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي

سل په کښې ریبارې ځې

سل د شرافت په کښې

سل د شرارت په کښې 

سل د حفاظت په کښې

سل په کښې د روم دي، سل د ترکو، د عرب زما

وګوره دبدب زما


سل دي دورانۍ په کښې

سل دي جرمنۍ په کښې

سل کوي خانۍ په کښې 

سل سل اشرفۍ ترینه جلبې ته یو غزل کښې ځيح

سل مې په اردل کښې ځي

سل د باغیچو سره 

سل مې د مورچو سره

سل د تمانچو سره 

سل دې ټیکداره په جازونو کښې بمبارې ځي

سل په کښې ریبارې ځي


سل می دی ښکاریان پکی۔

سل می دی تازیان پکی

سل می دی هاتهیان پکی۔

سل په زنځیرونو سل تړلی په جلب زما۔

اوګوره دبدب زما۔

سل دي کتاب ګر زما

سل دی شهنازګر زما

سل دی جادوګر زما

سل د بنړو غشی سل اورنګه تری ځل ځل کی زی۔

سل می په اردل کی زی۔

سل پکی په وخت اوزی

سل سره د نخو زی۔

سل په بندی سخت اوزی۔

سل په کی نیزی سل ایرانٸ توری آبداری زی۔

سل پکی ریباری زی۔


او بله خبره دا ضروری ګنړم۔چه دا چاربیته ما په اوسنو فنکارانو هم د یو هلک په اواز اوریدلی ده۔په دی کی هغه واٸ چه سل سل اشرفٸ تری نه جلبٸ ته یو غزل کی زی دا بلکل غلط واٸ۔صحیح داسی دی۔چه سل سل اشرفٸ تری نه د جیبه یو غزل کی زی


۔ګرانه ټهکیدار بابا ته باباٸ چاربیته ویلی شی۔او په چاربیته کی ٸ صدارتی ایوارډ هم احیستی دی۔نو پکار دی چه مونګ ھغه الفاظ وایو چه کوم هغه لیکلی دی۔زه به ٸ درسره ډیری چاربیتی شریکی کم۔خو یوه خبره ستاسو علم کی راولم چه هغه ډیر لوی عالم سړی وو۔او ډیر پوهه خلق د هغه د الفاظو تشریح نه شی کولی۔او نه ٸ په چاربیته کی په بیان شوی موضوع پوهیګی۔خو پکار دې چه الفاظ ٸ درست اولولی۔۔مننه۔

Salim Khan


"عبدالواحد ټهیکدار"

......


By Abdul Wahid Tekadar. Pashto Times Pashto Classic Song Ogora Dub Dub Zama. This Classic Folk Pashto Song Written By Abdul Wahid Tekadar. Ogora Dab Dab Zama. Pashto Folk Song Complete Lyrics. Charbeta

 Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullah Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022.

Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay. 

Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso