Rahman Baba. Pashto Sufi And Classic Poet. Pashto Poetry Of Rahman
عبدالرحمان بابا (مومند) يو لوى پښتو ژبى صوفي او کلاسيک شاعر دى، نن يې درسره په لاندې راﺯ، راﺯ انتخاب بيتونو کې غږوم.
هم نغمې کاندي هم رقص او هم خاندي
د رحمان په شعر ترکئ د باګرام
/
د خودۍ په هورته بله لاره نشته
خادمي د بیخودانو په دلبار کړه
څو دې دوه سترګې غړیږي په جهان کې
ننداره په هر ساعت د خپل نګار کړه
/
مړېده د وږې ګيډې مشکل نه دي
مړېده د وږیو سترګو مشکل کار شي
/
نه له کوره چېرته ځمه نه سفر کړم
بې سفره مې لنډېږي لار د عمر
/
تا چې مخ د پري سترګې د آهو کړي
ته پري يې که آهو يې که جادو کړي
/
ته زما و بې کسۍ ته نظر مه کړه
خدای ساتلی لکه ګنج په بیابان یم
/
ما خو ندي څوک بې وجې ازار کړي
دا چې ما ازاروي ازار د چا دی
/
يار د ناز د خوبه جګ شي پسې ګرځي
چې فلک د عاشقانو بخت بيدار کا
/
روښنايي په هغو زړونو دا حرامه
چې پرې کيني ګرد غبار د دې دنيا
/
هم پند اخلمه هم پند وايم هر چا ته
زه د ځينو يم مريد د ځينو پير يم
/
که مې چرې لاس دا ستا په بوسه بر شې
دا نعمت به د جنت په خوان ور نکړم
/
په ښه خوی د بد خواهانو بې پروا یم
په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم
و هر چاته په خپل شکل سرګندېږم
آئینه غوندي بې رویه بې ریا یم
/
يو بادشاه وي چي لښکر ورپسې درومي
نه په هر يوه سړي پسې لښکر وي
/
ځان ژوندی په ځمکه ښخ کړه لکه تخم
که لويي غواړې د خاورو په مقام شه
/
عشق څه هسې علم ندی چې حاصل شي له مکتب
مکتب حال د مذهب وايي عشق بالا دی تر مذهب
/
تر دا پوچه ګفتګوه چې زه يې اورم
په نغمه په ترانه د رباب خوښ يم
/
قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی
پټ د درست جهان پاچا ظاهر ګدا یم
/
ادم ذات په معناٰ واړه يو صورت دي
څوك چې بل ازاروي هغه ازار شي
/
خبر نه يم چې يې راوستم له کومه
اوس مې کوم طرف ته استوي چې درومه
لکه ړوند چې لاس د بل په اوږه کېږدي
هېڅ ژوره لوړه نه وي ور معلومه
#رحمان_بابا
Rahman Baba. Pashto Sufi And Classic Poet. Pashto Poetry Of Rahman Baba.
Abdur Rahman Baba Born In Hazar Khwani Peshawar. Rahman Baba Belonged to Bahadar Khel Sub Tribe Of Momand Pashtuns.
Rahman Baba Is Most Read Pashto Sufi Poet.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.