Baja Wa Kho Cha Osezala. Pashto Ghazal By Amir Sohail Afghan.
دا ئې د رزق زریعه وه خو چا وسیزله
یو زوړ رباب یوه باجه وه خو چا وسیزله
دلته د امن غږ سندره ده خو څوک ئې منې ؟
زما په خله دغه ټپه وه خو چا وسیزله
د تن زړوکې رانه وشلیدل بې عزته هم شوم
خدایه هم دغه مې اسره وه خو چا وسیزله
دلته بارود وو د مرمیو اوازونه ویښ وو
د امن ناوې مې اوده وه خو چا وسیزله
په دغه مخ دا بې وسې وګوره یه خالقه
تا جوړه کړې دا سیره وه خو چا وسیزله
زما په مخ د بې وسئ او مایوسئ علامات
د یو بدبخته ژوند قیصه وه خو چا وسیزله
افغانه !! یاره موسیقي زما پر تن داسې وه
هم مې جامه هم عقیده وه خو چا وسیزله
عامر سهیل افغان !!
| Local Afghan Singer With Tears In his Eyes Looking At The Music Instruments Taliban Burning. January 2022 |
Taliban burning Music Instruments of A Local Artist In Afghanistan. Tearing Pashto Singer In Afghanistan. Taliban Against Music and Singers. Taliban Burning Hormoniam and Rubab.
Pashto Times Tags.
😢😭😭😭
ReplyDelete