Skip to main content

The Technologies Which Will Change The World. Pashto Translation

 New Technological Era. The Technologies Which Will Change The World. Pashto Translation


(هغه چټکه ټکنالوژي چې نړۍ به بدله کړي)

خو موږ چیري یوو؟؟؟


36 New Technologies To Change The World Drastically

له دې چټکتیا سره به د ګازي سټیشنونه او د موټرو دترمیم په دوکانونو ګردونه پریوځي، فلمونه او د کوډک کیمرې به هم ورسره ورکې شي


حیرانونکې وړاندوینې چې باور کول پرې سخت دی، مګر ممکن دي د نورو وړاندوینو په څیر به ډیر ژرپه حقیقت بدلې شي او ګټې اخیستنې ته به برابرې شي او زموږ د ورځني ژوند اړینې برخې به مرفوع کړي


لکه ګرځنده ټلیفون او د هغې کیمرې، په انټرنیټ لټون کول، او د ټولنیزو شبکو له لارې له ټولې نړۍ سره اړیکې ساتل چې واټنونه او خنډونه یې له منځه وړي او هرڅوک چې آنلاین پاتې کیږي له خپلې کورنۍ سره به به هماغه کچه نیږدې اوسي


دلته دهغو اړینو شیانو یادونه کوو چې زموږ په نړۍ کې پیښیږي

1▪︎ 

د موټر دجوړولوفابریکې به له منځه ځي

2▪︎ 

د ګازو اوډیزلو انجنونه چې له 20,000 برخو جوړ شوي دي  پداسې حال کې چې د بریښنایی موټرو انجنونه له 20 برخو جوړ دي، د ټول عمر په تضمین سره به پلورل کیږي او دپرزو په تبدیلۍ سره به ترمیم کیږي جلا کول او بدلول به یې یوازې 10 دقیقې وخت نیسي اوبس

3▪︎ 

د خرابو بریښنایی وسایطو انجنونه به د روبوټ په وسیله سره په سیمه ایزه پلورنځي کې ترمیم کیږي.

4▪︎ 

که ستاسو د بریښنایی موټرو انجن خراب شي تاسو به یو سټیشن ته ځئ ستاسو د موټرو خرابه شوې پرزه به   له نوي بریښنایی موټرو سره بهر راوځي!

5▪︎

 د ګازو سټیشنونه به ورکیږي

6▪︎

 د بریښنا د توزیع کنترولر به په سړکونو کې د چارج

ي سټیشنونو سره یو ځای نصب شي (دا په همدا اوس په لومړۍ او پرمختللې نړۍ کې د لومړي ځل لپاره پیل شوي دي)


7▪︎ 

دسمارټ موټرو لوی تولیدونکي شرکتونه به پیسې سپما کوي او یوازې به بریښنایی موټر تولیدوي 


8▪︎ 

د ډبرودسکرو صنعت به له منځه ولاړ شي

د ګازو / تیلو شرکتونه به ودرول شي

دتیلو برمې اوکیندل به ودریږي.

له اوپیک سره به خدای پاماني وشي منځنۍ ختیځ به له ستونزو سره مخ شي


9▪︎ 

کورونه به د ورځې په اوږدو کې بریښنا ذخیره کوي  او بیا به یې په شبکو پلوري او شبکې به دا انرژي ذخیره کوي او په صنعتونو کې به یې دبریښنا د لوړ مصرف په پار توزیع کوي.

10▪︎ 

 ماشوم به نني موټر په موزیمونو کې ګوري.

راتلونکې له هغه څه چې موږ یې تصور کوو په چټکۍ سره نیږدې کیږي


11

 په 1998 کې، کوډاک کمپنۍ 170,000 کارمندان درلودل او په ټوله نړۍ کې یې 85% د عکسونو کاغذونه پلورل په دوو کلونو کې د دوی سوداګري ودریده اومات شول آیا چا فکر کاوه چې دا به پیښ شي؟

12

 هغه څه چې د کوډاک او پولرایډ سره وشول تر راتلونکو 5 یا 10 کلونو پورې به ډیروصنعتي فابریکو ته پیښ شي


13▪︎

آیا په 1998 کې تاسو فکر کاوه چې 3 کاله وروسته به په فلم باندې هیڅ تصویر وانه خیستل شي؟ 

مګر نن څوک دسمارټ ټلیفون سره فیلمي یا انالوګ کیمره ګرځوي؟

14▪︎

 ډیجیټلي کامرې په 1975 کې اختراع شوې لومړۍ کامره 10,000 پکسله وه، دنورو ټکنالوژیو په څیر یې د مور له قانونه پیروي کوله ، د یو څه وخت لپاره نا امیده شو مګر ډیر ژر بهتره او غالب شو


15▪︎


 دا وړاندوینې به په چټکۍ سره د مصنوعي، روغتیایې، او هوشمندو بریښنایی موټرو، تعلیم، 3D چاپ، کرنې او د دندو سره پیښ شي


16▪︎ 


د کتاب لیکوال * راتلونکې جټکه* څلورم صنعتي انقلاب ته ښه راغلاست.

17▪︎ 

سافټویرونه به زیاتره دودیز صنایع تر راتلونکو 5 تر 10 کلونو مختل او محوه کړي.

18- 

د

UBER 

سافټویر په هیڅ موټر کې نه وه نصب، حتی په نړۍ کې ترټولو لوی د ټکسي شرکت نه پیژانده چا فکر کاوه چې دا ډول پیښه کیدای شي؟

19- 

اوس په نړۍ کې Airbnbترټولو لوی دهوټلو شرکت دی، حتی هیڅ ملکیت نلري آیا هیلټن دا تمه درلوده؟

20▪︎

 مصنوعي ذهنیت

کمپیوټر د نړۍ په پوهیدو کې وده کوي سږ کال یو کمپیوټر د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي ته ماتې ورکړه (داخبره لس کاله له توقع څخه خلاف وه)

21▪︎ 

د متحده ایالاتو ځوان وکیلان د

 IBM 

واټسن ماشین له امله دنده نه شي پیدا کولای

هغه ماشین چې تاسو ته دانسانانو د70% دقت په پرتله 90٪ دقت په ثانیو کې قانوني مشوره درکوي نو که تاسو دحقوقو په څانګه کې زده کړې کوئ ، سمدلاسه ودریږئ په راتلونکي کې به وکیلان ۹۰٪ کم شي او یوازې متخصصین به پاتې شي.

واټسن له ډاکټرانو سره د سرطان په تشخیص کې مرسته کوي (د ډاکټرانو په پرتله 4 ځله ډیر دقیق دی).

23▪︎


فیسبوک اوس دانسان په پرتله دمخ پیژندنې تر ټولو ښه سافټویر دی. په 2030 کال کې به کمپیوټر تر انسانانوډیر چټک او هوښیار وي.

24▪︎ 

پخپله چلیدونکي موټر

اولینۍ پخپله چلیدونکئ موټر ښکاره شو او په دوو کلونو کې به ټول صنعت بدل کړي تاسو به نور ونه غواړئ موټر ولرئ ځکه چې تاسو به په تلیفون له موټر سره اړیکه نیسئ او درته راځي به او تاسو به خپل منزل ته رسوي


25▪︎ 


خپل موټر به نه دروئ، بلکې دطی شوې فاصلې پیسې به ادا کوئ چې د نن ورځې ځوانان به هیڅکله د موټر چلولو جواز ترلاسه نکړي او هیڅکله به دموټر څښتنان نه شي


26▪︎ 


دا زموږ ښارونه بدلوي، موږ له 90 څخه تر 95٪ کمو موټرو ته اړتیا لرو  پخواني پارکینګونه به په شنو پارکونو بدل شي

27▪︎ 


هر کال په ټوله نړۍ کې د  بې احتیاطه موټر چلولو له امله 1.2 ملیونه کسان په ټرافیکي پیښو کې مړه کیږي، موږ اوس په هر 60,000 مایل فاصله کې یوه حادثه لرو.

چې پخپله چلیدونکي موټر کې به په 6 ملیون مایل فاصله کې یوه حادثه ولرو چې دا به په کال کې یو ملیون خلک له مرګه څخه وژغورل شي.

28▪︎ 


بې له شکه چې د ډیری  موټرو شرکتونه به د افلاس او بندښت سره مخ شي.  دوی به د تکامل چلند هڅه وکړي او یوازې به د غوره موټر جوړولو کوشش کوي ، او د ټیکنالوژۍ شرکتونه (ټیسلا ، ایپل ، ګوګل) به د(سمارټ بریښنایی موټرو) سره انقلابي چلند وکړي.

او هغه به ​​پخپلو موټرو کې د داخلي احتراق انجنونه لرې کړي او یوازې به بریښنایې او هایبرډ انجنونه ځای په ځای کړي.

29- 


اوس 

Volvo 

له داخلي احتراقي انجنونو څخه خلاص شول او یوازې بریښنایې او هایبرډ انجنونه پکې ځای پرځای شول

30▪︎ 

دفولکس ،واګون،او آيوډي کمپنیو انجنیران کاملان له Tesla کمپنۍ څخه په ویره کې دي او ویره باید ولري  ټول هغه شرکتونه چې بریښنایی موټر تولیدوي تاسو وګورئ څو کاله دمخه دهغې څرک چا نه لیدلو نن یې تجربه کووه.

31▪︎

د بیمې شرکتونه به له لویو ستونزو سره مخ شي ځکه چې لګښتونه به پرته له حادثې کم شي د موټر دبیمې سوداګري به ورکه شي.

32▪︎ 

داملاکو ګته وټه به بدله شي ځکه چې دحرکت په دې کار سره به خلک خپل برجونه پریږدي او ډیرو ښکلو او ارزانه محلونو ته به وکوچیږي.

33▪︎


 په 2030 کې به برقی وسایط غالب شي دښارونه ګڼه ګوڼه به کمه شي او هوا به ډیره پاکه وي.

34▪︎

 بریښنا به فوق العاده ارزانه او پاکه وي د لمریزې انرژۍ تولید به په ډراماټیک ډول وده وکړي

35. 


د فوسیلي انرژۍ شرکتونه (دتیلو شرکتونه) هڅه کوي چې د سیالۍ په پار د لمریزې انرژۍ تاسیساتو ته لاسرسی محدود کړي، مګر دا په ساده ډول دوام نشي کولئ- ټیکنالوژي په لاره ده


36▪︎ روغتیا

د 

X Tricorder

  قیمت به سږکال اعلان شي. دا هغه شرکتونه دي چې له Star trek  څخه به د <تري کورد> په نامه طبي آله جوړوي چې ستاسو له تلیفون سره به وصل وي او ستاسو د ریټنا او وینې نمونې به سکین کوي ​​او تنفس کوي به یې او دا به 54 بایومارکرونه تجزیه او تحلیلوي چې نږدې هره ناروغي به پیژني  اوس مهال د روغتیایې موخو لپاره لسګونه ګرځنده تلیفونونه شتون لري.

د هغو کسانو لپاره هیڅ تسلې نشته چې لا تر اوسه په ټیکنالوژۍ او ډیجیټلي ارتقا باور نه لري.

له محترم   

Saeed Shams

  څخه ډیره مننه چې دغه متن یې ژباړلی۔

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu...

Understanding the UAE Visa Ban: Reasons and Implications

پاکستانیوں کے لیے یو اے ای ویزا پابندی کے بارے میں تفصیلی خبر اور وجوہات متحدہ عرب امارات (یو اے ای) نے پاکستانی شہریوں پر ویزا پابندی عائد کر دی ہے، جس کی وجہ ان سرگرمیوں کو قرار دیا گیا ہے جن سے یو اے ای کی ساکھ کو نقصان پہنچا ہے۔ یو اے ای میں موجود پاکستانی سفارتخانے نے تصدیق کی ہے کہ یہ پابندی نافذ العمل ہے اور یہ تمام پاکستانی شہریوں پر لاگو ہوتی ہے، چاہے وہ کسی بھی مقصد کے لیے سفر کر رہے ہوں۔ یو اے ای حکومت نے پابندی پر کوئی سرکاری بیان جاری نہیں کیا، لیکن پاکستانی سفارتخانے کا کہنا ہے کہ یو اے ای حکومت کو درج ذیل سرگرمیوں پر تشویش ہے: یو اے ای حکومت کے خلاف مظاہرے کرنا سوشل میڈیا پر یو اے ای حکومت پر تنقید کرنا مجرمانہ سرگرمیوں میں ملوث ہونا یو اے ای حکومت نے اس بات پر بھی تشویش ظاہر کی ہے کہ ان سرگرمیوں میں ملوث پاکستانی شہریوں کی تعداد دیگر قومیتوں کے مقابلے میں زیادہ ہے۔ پاکستانی سفارتخانے نے پاکستانی شہریوں کو مشورہ دیا ہے کہ وہ یو اے ای کا سفر کرنے سے گریز کریں جب تک کہ ان کے پاس درست ویزا نہ ہو۔ سفارتخانہ یو اے ای حکومت کے ساتھ مل کر اس مسئلے کو حل کرنے اور پابندی ہٹانے کے...