Skip to main content

Who Is Muhammad Parwesh Shaheen? A Pashtun Intellectual From Swat.

 Who Is Muhammad Parwesh Shaheen? A Pashtun Intellectual From Swat.

By Dr. Didar Yousafzai

_نابغه


شاهين صېب پۀ زړو هډوکو او پۀ ځوانه حوصله مائک ته ودرېدۀ - او ډېره پۀ زړۀ پورې وينا ئې وکړه - پۀ خپله خطبه کښې ئې يو ځائے اووئيل - چې د غني خان خوا له به اکثر تلم - خو کله چې به هغه وې د خپلې تماچې سره به راشې - نو زۀ به پوهه شوم - چې شپو ته مې ايساروي - تماچه به ئې زما بستې ته وې - زۀ به ورله تلم راتلم - شاهين صېب وې - چې ما د پښتنو پۀ کنځلو ، خېرو او دعاګانو يو کتاب لیکلے - چې د دې ذکر مې غني خان ته اوکړۀ - نو هغه وې - کتاب کوم دے - ما وې چې پبلشر ته مې اوباښۀ - هغه سخت قار شۀ - وې ئې داسې ملغلرې څوک ضايع کوي - ور شه راوړه ئې ترې - ما وې جي دا خو کوره کنځلې دي - تاسو له به بل وليکم - 


شاهين صېب د علم او پوهې يو سمندر دے - پۀ خپل کلتور ، پۀ خپله ژبه او پۀ خپله جغرافيه بې بدله مئين انسان دے - د ټپې پۀ حواله ئې خبرې کولې - نو وې ئې ما ټول خلک چېلنج کړي دي - چې زمونږ د ژبې داسې يو ټکے نشته - چې پۀ ټپه کښې به ئې احاطه نۀ وي شوي - نو دا د هغوي له طرفه د ټپې د عالمګېريت پۀ حواله يو سند دے -  شاهين صېب بلها ناچاپه اثار لري - پکار ده چې شته من پښتانۀ او حکومتي ادارې ورسره پۀ دې حواله مالي مرسته اوکړي - چې د قام د ښېګړې او پرمختګ له پاره دغه خواره واره ناچاپه اثار چاپ شي - 


د سوات د دورې پۀ دې لنډ تنګ وخت کښې ښاغلے پروېش شاهين صېب واحد شخصيت وۀ - چې زۀ ورپسې ملاقات له دوه ځله کور ته لاړم - خو دواړه ځله شاهين صېب کور نۀ وۀ - پرون مې د سوات ادبي الوت پۀ مشاعره کښې دغه ارمان پوره شۀ - چې پرون د شاهين صېب پۀ څنګ کښې کښېناستم - پۀ خپلو سترګو مې وليدۀ او پۀ خپلو غوږو مې واورېدۀ - نو لکه چې زما د سوات د راتلو مقصد پوره شۀ - دا نابغه سکالر دومره لويه هستي ده - چې مونږ بلا مبالغه دا دعوا کولے شو - چې مونږ خوش نصيبه يو - چې د شاهين صېب پۀ دور کښې ژوند کوو - 


ډاکټر ديدار يوسفزے





Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu...

Understanding the UAE Visa Ban: Reasons and Implications

پاکستانیوں کے لیے یو اے ای ویزا پابندی کے بارے میں تفصیلی خبر اور وجوہات متحدہ عرب امارات (یو اے ای) نے پاکستانی شہریوں پر ویزا پابندی عائد کر دی ہے، جس کی وجہ ان سرگرمیوں کو قرار دیا گیا ہے جن سے یو اے ای کی ساکھ کو نقصان پہنچا ہے۔ یو اے ای میں موجود پاکستانی سفارتخانے نے تصدیق کی ہے کہ یہ پابندی نافذ العمل ہے اور یہ تمام پاکستانی شہریوں پر لاگو ہوتی ہے، چاہے وہ کسی بھی مقصد کے لیے سفر کر رہے ہوں۔ یو اے ای حکومت نے پابندی پر کوئی سرکاری بیان جاری نہیں کیا، لیکن پاکستانی سفارتخانے کا کہنا ہے کہ یو اے ای حکومت کو درج ذیل سرگرمیوں پر تشویش ہے: یو اے ای حکومت کے خلاف مظاہرے کرنا سوشل میڈیا پر یو اے ای حکومت پر تنقید کرنا مجرمانہ سرگرمیوں میں ملوث ہونا یو اے ای حکومت نے اس بات پر بھی تشویش ظاہر کی ہے کہ ان سرگرمیوں میں ملوث پاکستانی شہریوں کی تعداد دیگر قومیتوں کے مقابلے میں زیادہ ہے۔ پاکستانی سفارتخانے نے پاکستانی شہریوں کو مشورہ دیا ہے کہ وہ یو اے ای کا سفر کرنے سے گریز کریں جب تک کہ ان کے پاس درست ویزا نہ ہو۔ سفارتخانہ یو اے ای حکومت کے ساتھ مل کر اس مسئلے کو حل کرنے اور پابندی ہٹانے کے...