Muskan Of Karnataka And Taliban In Kabul Afghanistan.
By Qaisar Afridi.
کۀ تۀ وائې چې د کابل په پوهنتون کښې زما حکومت دې او زما خوښه ده چې زۀ به په زور په خلقو حجابونه اغوندم
نو بيا خو د کرناټک په پوهنتون کښې د هندوانو حکومت دې هغوي به يې پرې په زور لرې کوي
خو تا په کابل کښې مزاحمت کوونکې ښځې په کوتکو ووهلي او هوائي ډزې دې پرې وکړې چې صبا د پاره بيا مزاحمت ؤ نۀ کړي او هنديانو ستا مقابل کښې نۀ خو مزاحمت کوونکې پېغله په کوتکو ؤوهله او نۀ يې پرې ډزې ؤکړې
مطلب دا چې تۀ د هنديانو مقابله کښې ډېر انتها پسنده يې خو تۀ ځان وينې نه۔ خداې دې نور وس نۀ درکوي۔
ځکه خو پېغمبر علېه السلام په مزهبي روادارۍ زور راوړلې دې او د انسان دوستۍ حکم يې کړې دې چې صبا چرې نړۍ لوې فساد سره مخ نۀ شي۔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.