Rabab Pa Pukhto Tapo Ki. Rabab Aw Pukhto Tapay 2022.
رباب په پښتو ټپو( لنډیو) کې
------------------------------
ماته رباب په لاس کې راکړئ
زه مې دخپلې ځوانۍ وير پکې کومه
--------------
رباب زما په غیږ کې پروت دی
وړې خبرې دجانان راته کوینه
----------
رباب دې تیز وهه استاده
زموږ حجرې ته میلمانه راغلي دینه
-----------
رباب ته شړک د ګوتو ورکه
چې وادې نه وړي بخملي ګوتو سرونه
ستا د رباب شرنګ مې تر غوږ شو
په کور کې ګرځم ناستی خوند نه راکوينه
----------
رباب زما په دردپوهیږي
هره نغمه کې خپل جانان رایادوینه
--------
ربابه زیر اوبم ته پام کړه
دزیرو بم لاندی می زړه ده وبه چوینه
--------------
. رباب می بیا په زنګانه که
زه دپخوا وختونو یاد پکې کومه
--------------
رباب دې بیا په زنګانه کړ
رباب شوقي دی ما به هېره کړې مینه
---------------------------------
ربابه خدایږو چى دى مات کړم
اشناد لرى ياد وې ماژړه وينه
-------------------
ربابه دِړې وړې مات شې
مین په ما دی پام په تا غلطوینه
---------------------
رباب په خرپ وهه جانانه
زه د اتڼ په مستۍ اوس راغلی یمه
---------------------------------------
که چارباب ليدلى نه وى
دشاليلى سينه رباب رلفى تارونه
---------------------
رباب منڰٸ سېتار را ټول کڔٸ
ستر پښتانہ په غزا جنڰ ميدان ته ځینه
----------------------
درباب کښته پرده نیسه
دحجری خواته جنکۍ راغلی دینه
-------=-=-------
که په لاس راغلې دا مې واوره
د زلفو تار به دې رباب کې لګومه
Pashto Times Pashto Tappay. Pashto New Tapay Lyrics. Best Pashto Tapay And Pashto Rabab. Pashto Rabab Folk Songs Lyrics. Pashto Ghazal Songs.
Rabab Pa Pukhto Tapo Ki. Rabab Aw Pukhto Tapay 2022.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.