Za Yow Mast Shan lewantoob yam, Da Hawa Pa Aas Swaregam. Ghani Khan Nazam Lyrics
زه یو مست شان لیونتوب یم
دا هـوا په اس سوریږم
که یو رنګ دا یار دا سترګو
شل رنګونه شم ګډیږم
دا زہ څه له ولې جوړ شوم
خـبـر نه یم نـه پوهيږم
ولې سوز شم، ولې ساز شم
یو آواز یـم چه غـږيــږم
دَ زړه پټـو تارخـانـو ته
يو شغله يم چه کـوزيـږم
يو سـرور یم چه شـرنـګیږم
يو خُمـار يم چه مستـيــږم
چه په رګ رګ کښې دي اور شم
يو لمـبــه يم چه رپيــږم
دا زه نور يم چه پـړقـيــږم
که ســرور يم چه سوزيــږم
حـقيـقـت مې نشتـه باد يم
مستــول کـوم هم مستـيـږم
په خندا کښـې مې ژړه ده
په خفـه ستـرګـو خنـديـږم
وايـه وايـه لـيـونـيــــه
ولــې ژاړي چــې ژړيــږم
او چه پـړق دا اتڼ واچــوم
ستا په وينـه کښې ګـډيــږم
دا زه تش دَ خيال دهوکه يم
که يو خيشت يم چه خـوريږم
که يو مست دَ باد نيـلــې يم
په فکرونو کښـې ځـغـليـږم
که د تال او شرنـګ نه جــوړه
يو دُعا يم چه قبـلـيـــږم.
غنی خان بابا
#TheLegendGreatGhaniKhan
Yow Mast Shan yam, Da Hawa Pa Aas Swaregam. Ghani Khan Nazam Lyrics.
Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullah Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022.
Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.