Qurbani Kedal Aw Qurbani Warkawal. Pashto Blog.
By Adv Hamayun Kassi
په قرباني ورکولو او قرباني کېدلو کشې لويي توپېر وي.
قرباني انسان د خپل حق، خاورې او وطن له پاره ورکوي. خو چې کله انسان د بل په مفاداتو کشې د وور خاشاک شي، نو دا قرباني ورکول نه بلکې قرباني کېدل دي.
نو لکه د اختر پسونه قرباني کېدل او قرباني ورکولو کشې غټ توپېر دى.
تاسو پخپل قام ته وو واياست چې تاسو د بل د مفاداتو قرباني شوي ياست. کمه ورځ چې موږ خپل د وطن او خاورې او حق په دفاع کشې قرباني ورکړه، نو هغه قرباني به نتیجه هم ورکوي او قرباني به هم شمېرل کېږي.
دا پنځوست لکه چې په افغانستان کشې مړه شو، او لا تر يو لک پورې افغانان موږ دلته مړه شو، دا کشې لويه برخه د بل د مفاداتو قرباني شو. په دا شمېره کشې داسې خلق د شل سلنې خوا او شا دي، چې موږ دا ويلى شو، په ريښتيا يې قرباني ورکړې ده.
کنې دا په غېر شعوري توګه چې د پرديو مفاداتو او جنګونو خاشاک شوي دي، دا د اختر د پسونو په شانتې تش قرباني شوي دي.
نو ځکه دا ته قرباني ورکول ويل په اصل کشې ځان، قام او ملت غولول دي نور څه نه.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.