Skip to main content

Women's Rights In Islam. Queen Soraya Pashto Interview Transcript.

 Women's Rights In Islam. Queen Soraya Pashto Interview Transcript.

Queen Soraya Pashto Interview.

By Aleem Gul Sahar.

د افغان ملكې ثريا له نـظره د ښځو مقام


دا د ملكې ثريا ، د هغې مركې متن دی ، چې کابو ۸۰كاله دمخه يې له فرانسوي ورځپاڼې سره كړې وه اعليحضرت غازي امان ﷲ خان د ۱۳۰۷لمريز كال د چنګاښ تر لسمي نېټې پوري ځينو اروپايي، اسيايي او افريقايي هېوادونو په يوه اووه مياشتني اوږد سفر ولاړ، سره له دې چې دا سفر د نړۍ پرمختلليو هيوادونو ته شوی و. خو د سفر په ټوله موده كې غازي امان ﷲ خان او هم ملكې ثريا افغاني دودونه يوه شیبه هم هېر نه كړل او دسفر تر پايه يې خپل افغاني غرور ساتلی و ، په دې سفر كې ملكې ثريا خپل نيم مخ په نازك ټيكري پټ كړی او په ټولو مېلمستياوو او غونډو كې يې خپل افغاني پړونی ايسته نه كړ ، كله چې غازي امان ﷲ خان له انګلستان څخه فرانسې ته ورسېد، د (هو هنلو) ورځپاڼې خبريال له ملكې ثريا څخه د لنډې مركې هيله وكړه دغه ورځپاڼه په پاريس كې خپرېدله ، چې ديني او مذهبي معلومات به یې خپرول . افغانې ملکې ثریا دغه مرکه په ورین تندي ومنله او په شلو دقیقوكې يې د خبريال پوښتنو ته ځوابونه وويل . په مركه كې يوې تركۍ مېرمنې په فرانسوي ژبه د ژباړې چارې پر غاړه لرلې د دغې مركې متن هغه وخت له كوټي څخه خپرېدونكي اخبار، جبل المتين كې خپور شو، چې نژدې يوه نيمه لسيزه د مخه افغاني مطبوعاتو ته راورسېد دا دی موږ يو ځل بيا د دغې مركې پښتو ژباړه خپروو. وبه وينو چې افغاني ملكې، ثريا څواتيا كاله دمخه د ښځو د ژوند په باب څه ډول نظر درلود.

***

پوښتنه:عليا حضرت ملكې!ايا ستاسي له نظره ، په اسلام كي د ښځو حقوق خوندې دي،كه یه؟



ځواب:زه بيخي ډاډه يم ،چي په اسلام كي د ښځو حقونه خوندي دي، د لويديځې نړۍ پوهان ، مستشرقين او متخصصين ښه پوهېږي، چې د اسلام لوړ حكمونه د اخلاقي روزني په برخه كي ډېر گټور ټكي لري، دا چي تر اوسه پوري په پوره ډول تعليم او تطبيق شوي نه دي، بېله خبره ده ، د لوېديځ خلك فكر كوي، چې ګني اسلام د ښځو پر حقونو تیری کړی دی ، په داسې حال كې چې دا خبره بيخي بې بنسټه ده ،هر هغه چا چي د ديني او مذهبي علومو په برخه كي لږي څېړني هم كړې وي،په دې مسئله پوهېږي.په هغه كچه چې د اسلام ځلانده لمر د ښځو نړۍ روښانه كړې ده ،بل هېڅ دين او مذهب رڼایي نه ده وربخښلې له یو یا دوو حکومتونو پرته چې هغه هم دچاپیریال غوښتنه ده ،نور په ټولو چاروکې ښځې له نارینه وو سره مساوي حقوق لري ،هغه شخصي او اخلاقي روزنه چې په لویدیځ کې ښځو ترلاسه کړې ده، دهغو له مذهبي چارو سره هیڅ اړیکه نه لري ،یوازې دښځوغوښتنه ده چې دوی له تمدن څخه برخمنې وي که له دیني او مذهبي نطره څیړنې وشي ښکاره ده،چې په اسلام کې ښځې له هره لحاظه ازادي لري او خقونه يې خوندې دي، هغه دين چي ښځي د پوره حقوقو درلودونكي بولي، اسلام دي او بس


دا اسلام دی، چي ښځو ته يې په سياسي او اقتصادي ژوند كي ونډه وركړې ده .۱۳۴۶كاله پخوا ، ښځو ته د بيعت په مسايلو كي چي اوس ټولټاكني او د ټولو رايي اخيستل بلل كېږي، ښځو ته برخه وركړل شوې وه . په داسي حال كي چي اروپايان اوس غواړي، ښځو ته د ټاكني او رايي وركولو حق وركړي له دومره زيات پر مختگ سره  سره تر اوسه ډېرو اروپايي هېوادونو د ښځو دغه حق ته غاړه نه ده ايښې. البته دا ويلاي شو ، چي د سمي او پوره زده كړي نشتوالي او د ځينو نيمچه ديني عالمانو كړو وړو د اسلامي نړۍ ښځي له خپلو حقوقو ليري ساتلې دي او د نورو دينونو علما هم دغه ليريوالي د خپلي بې خبرۍ په وجه د اسلام له احكامو سره په تړ او كي بولي



زه په دې سفر كي پوه شوم ، چي د لویديځي نړۍ ښځي د اسلام له گټورو حكمونو څخه بې بر خي پاته شوې دي، نو ځكه ما امر وكړ، چي د اسلام او ښځو په نوم كتاب خپورشي، چي دغه د بې خبرۍ ستونزه له منځه ولاړه او د لويديځې نړۍ ښځې د اسلام له گټورو ارشاداتو څخه خبرې شي. البته په دغه لنډه مركه كي چي تاسي يې له ما سره  کوﺉ دغه نيمگړتيا نه شي ليرې كېدای


پوښتنه:عليا حضرت!د پړوني او حجاب په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب :داسې ډیر دودونه او رواجونه شته چې دوخت په تېرېدو سره د دين او مذهب برخه گڼل شوې ده.ديني او مذهبي عالمانو هم د ديني اصولو په څېر د هغوی د پرځاي كولو ټينگار كړي دی، چي دا ډول حكمونه په نورو مذهبونو كي هم شته 


له دې څخه یوه هم په اسلام کې دحجاب مسله ده چې دغه مسله هم د دود او دستور له جملې څخه گڼل كېږي. هغه څوك چي د اسلام له احکاموڅخه بې خبره دي دا مسله د اسلامي محكمې يو حكم بولي. مگر هغه كليمه چي په اسلام كي د ستر او حجاب په باره كي ورته اشاره شوې ده ، د تهذيب او اخلاقو له مخي ده، نه د تهديد او تحريم لپاره ، بلكې دا قراني مقدس حكم د نارينه او ښځي تر منځ گډ حكم دی ، ياني دښځو لپاره له مخ لاسونو او پښو پرته ټول بدن ستر دی او د نارينه وو لپاره هم شرعي حد ټاكل شوی دی،چې له نوم څخه تر زنگنو پورې ستر دی.نو ويلاي شو،چې د ښځې او نارينه لپاره د ستر حدود هغه حدوددي،چي د لمانځه او د كعبې شريفي د طواف پر وخت ټاكل شوي وي،د ستر او پردې مسئله يوازې په اسلام پوري اړه نه لري،بلكې د نورو اديانو په الهامي كتابونو كي ټاكلي حدود لري.كه موږوگورو دا اوسنۍ پرده او د ستر مسئله د اسلام له لومړنيو حكمونو سره په بشپړ ډول توپير لري،لكه دمخه چې وويل شول،د يوې عنعنې او رواج شكل يې خپل كړی دی.د اسلام په لومړنيو پېړيو كې ښځې او نارينه يو ځاي د جگړې ډگر ته تلل او د ټپيانو پر ټپونو ته يي پټۍ ايښودلي.دا چې اوس عيسوي ښځې دا ډول روغتيا يي خدمتونه سرته رسوي،هغوي هم له اسلام څخه زده كړي دي،ځكه چې په تاريخ كې نه ليدل كېږي،چې له اسلام دمخه دي ښځو د جگړو په ډگر كې داسې دندې سر ته رسولې وي.په دې ډول به په لښكر كي ښځو نارينه دې ته هڅول او دتېښتي او ناكامۍ په وخت كي به يې هغوي ته پېغورونه وركول،چي دا ټولې داسې دندې دي، چې له اوسنۍ پر دې او ستره ډېره توپير لري


سر بېره پر دې د حضرت محمد (ص)مېرمن ،بي بي عايشه (رض)او د پيغمبر(ص)لور،بي بي فاطمه (رض)روزل شوې او عالمې ښځې وې،چې ډير حديثونه او روايتونه ځينې رانقل شو يدي.

 هغه وخت شځې تل له نارينه وو سره په چارو بوختي وې،په غونډو،د جومات په لمونځونو،د اختر د لمانځه په مراسمو ،د حج په مراسمو ، د حج په مراسمو ،د رئيس او خليفه د ټاکلوپه مراسمو،غزاوو ته د تلو او رايي اخيستولو په وخت كې ښځې له نارينه وو سره يو ځاي وې.نو داسې څرگندېږي، چې ستر او پرده د هماغو شرعي حدودو تابع ده ،نه د اوسنۍ عنعنې او دستور چې په ځينو مسلمانانو كې يې رواجي شكل پيدا كړی دی.

پوښتنه:ايا ويلاي شئ،چې پړونی او رواجي ستر په اسلام كې له كومه ځايه او څه وخت باب شو؟

ځواب : تر هغه ځایه چې په تاریخونو کې څرګنده ده تر اسلام دمخه ستر دټولنې په لوړو طبقو کې رواج و او هغه يې د شان او شوكت يوه نښه بلله، له څلورگونو انجيلونو څخه څرگندېږي،چي د ابراهيم خليل ﷲع په وخت كي هم ستر رواج درلود.د مصر د فرعونانو او د ايران د پاچايانو په وخت كې داسې خلك هم وو،چې له عامو خلكو څخه د ځايونو د بېلولو شان او شوكت د ساتلو لپاره يې له پگړۍ او څادرونو څخه كار اخيست كله چې يې دويم خليفه خضرت عمر فاروق (رض)ته د عجمو جنگي اسيران راوستل،نو د ايزدگر له دوولوڼو ،شېر بانو او د هغې له خور څخه پرته نورو ښځو پړوني نه درلودل،ځكه چې د ايزدگر لوڼې د لوړې طبقې ښځې وې او په دې ډول يې خپل شان او شوكت ساته.

د چين او جاپان ملكو،د دې تر څنگ چي ځانونه يې د اسمان د لمر لوڼې بللې،ټول ژوند یې په پړوني او ستر كي تېر كړ.په اسلام كي د اوسني ستر رواج د بني عباس د خليفه گانو د واكمنۍ په وخت كي منځته راغلی دی .هغوي په خپل دربار كې د عجمو دودونه او دستورونه د اسلام له شرعي ستر سره گډ كړل .په داسي حال كې  چې د دوي له واكمنۍ سره جوخت په هماغه وخت كي اموي خليفه ګانو په اندلس او قرطبه كي يوازې شرعي ستر درلود او ښځو هم په لوړو مدرسو او ښوونځيو كي زده كړې كولې او تر اوسه هم د عربو په هېوادونو،غربي نړۍ او په ټولو عربي هېوادونوكي د شرعي ستر هماغه حدود ساتل كېږي.كه چیري ستر واجب وي ، پر ېښودل يې بايد حرام او ترك كوونكي ته يې بايد جزا وركړل شي. په داسې حال كې چې د نړۍ زياتره مسلمانان (د بشپړه ستر په مانا)ستر نه لري.د اسلام له پيل څخه تر اوسه پوري نه ليدل شوي او نه اورېدل شوي د ي،چې يوه ښځه دې د حجاب ليرې كولو له امله د جزا او عذاب وړګرځېدلې وي او دا هم نه ده ليدل شوې چې د حضرت محمد (ص)،خلفاي راشدينو او يا اوسنيو واكمنانو پورې يوه پاچا ،يا خليفه دا خپله دنده ګرځولې وي ،چې كليو او بانډو ته ولاړشي او د خلكو د اوسېدني په سيمو كې د  ټیټې  طبقې ښځې دستر په ساتنه مجبورې کړې ،په اوسني وخت كې ستر يوازې په ښارونو او هغه هم په لوړو او اشرافو طبقو كي رواج لري او په تبعيض اوتخصیص دځان لپاره ساتي ،ځکه نو هیڅ وخت د نوكرو او خدمتګارو ښځو د ستر غوښتنه نه كوي او پر خپلي بې ايمانۍ سترګې پټوي.

په اسلام كي بايد د ستر مسئله د نورو خواووپه نظر کې نیولو سره وڅیړل شي او هغه داچې آیا له لويديځوالو څخه د ختيځوالو تقليد ته په پام سره چې په چټكۍ سره روان دی ،ممكنه ده،د ستر اوسنی رواج په ختيځ كې پاته شي؟په داسې حال كې چې له لويديځې نړۍ  څخه د ختيځوالو تقليد دومره چټك دی ،چې په لږه موده كې به د هغوي له ټولو رواجونو او جامو څخه تقليد وشي.

د ستر په باب بله موضوع دا ده،چې ايا اوسنی رواجي ستر د مسلمانانو او په ځانگړي ډول د ختيځې نړۍ د وروسته پاته والي لامل نه ګرځي ؟په دې كې شك نشته ،چې اوسنی رواجي ستر د ښځو د لوړو زده كړو خنډ د ی او د بشري ټولنې دغه نيمه برخه له تمدن او پرمختګ څخه پاته كيږي په دې منظور ختيځوالو نيت كړی د دغې نيمايي برخې د ژغورلو لپاره رواجي عادات پرېږدي.

بي له شكه چې ښځي نه يوازې د قوم او ټولنې په پرمختګ كې برخه لري .بلكې د دغه پرمختګ  بنسټ جوړوي.نوكه د يوه ملت او ټولنې ښځه له لوړو زده كړو او د ورځي له مروجو علومو څخه بي بر خې وي ،څنګه كېداي شي،چې هغه ټولنه او قوم له نورو ټولنو سره سيالي وكړي،چې وايي د ښځو له دغه ستر سره ،سره دي د هغوي پوهه هم لوړه شي.د لنډاو محدود نظر خاوندانو فكر يوازې تر ليكلو او لوستلو پورې رسېږي.په داسې حال كې چې تجربه او ټولنيزه روزنه د لوړې پوهې او د پوهنځيو د لوستلو په نتيجه كې په لاس راځي.بايد ووايم،چي د داسې پوهې او تجربې تر لاسه كول او په ټولنيزو چاروكې ګډون كول له رواجي پردې سره ممكن نه دي.كه ختيځوال غواړي،له لويديځوالو سره سيالي او رقابت وكړي،نو له نامطلوبو دودونو څخه د ې ځان وژغوري،په خپله د ې كار وكړي او له هغوي څخه د ې تقليد نه كوي،ياني اوسني رواجونه ،ستر او پرده دې ايسته كړي او هماغه شرعي ،ستر د لوي خداي (ج)او رسول كرم (ص)حكم د ې،پر ځاي كړي له مخ،پښو او لاسونو پرته دې ټول وجود پټ ساتي او خپل ملي شعاير د ې د مذهب له اصولو سره يو ځاي كړي،چې په دې توګه هم له اوسني پرمختګ څخه بې برخې نه شي او هم د ستر له خلاف او نامطلوبو رواجونو څخه وژغورل شي.كه دغه فرصت له لاسه وركړي،د ستر خلاف د لويديځ تقليد به د ختيځې ټولنې د پرمختګ ستنې ډير ژر ورانې او له منځه يوسي


 زه دغه سفر پاي ډير روښانه ګورم او ويلاي شم،چې په اورپايي ټولنه كې د اسلام په نوم نه ، بلكي په نورو ډولونو به د اسلام اصول ډير دودونه او رواجونه ځاي ونيسي او اروپايان به د خپل ژوند د تمدن لپاره له هغو څخه ګټه واخلي.


ژ: علم ګل سحر



Women's Rights In Islam. Queen Soraya Pashto Interview Transcript.

Queen Soraya Pashto Interview. Women Rights In Islam. Women Rights In Afghanistan. 08 March.

By Aleem Gul Sahar.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso