Skip to main content
Pashto Love Poetry 2022. Pashto
د يارانې لوزونه مه ماتوه
مه کوه مه ; ګلونه مه ماتوه
ګله بې ځايه سترګې مه خړوه
هسې زمونږ زړونه مه ماتوه
د احتساب وختونه تلي ساقي
يريږه مه جامونه مه ماتوه
زمانې مه چيړه د زړونو سره
د محبت ملکونه مه ماتوه
قاصده هيرې قيصې مه يادوه
د زړه ورغلي ورونه مه ماتوه
د شيرينې شرطونه پيژنې
فرهاده هسې غرونه مه ماتوه
ستا زنځيرونه ماتېدونکې نه دي
صابره ! خپل لاسونه مه ماتوه
💔
آوستاذ اوراښاد صاحب شاه صابر
Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.