Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022.
په نيمه شپه هسې راياد شوې
هغه راغلی خوب مې بيا وتښتيدنۀ
په ما دې کړې څه بلا ده
په مخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه
اختر پرون و، پرون تېر شو
د بغدادي کوترو نن راغلل سېلونه
که ته راځې غرمې ته راشه
ابۍ کور نشته بابا ژرندې ته لېږمه
اسمان په ستورو ښائسته ښکاري
د زمکې سر په ښکلو ښکلو خوند کوينه
ځار په پښتو ولاړه اوسه
زه هم پښتون يم په پښتو درسره ځمه
Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022.
الله دې خیر کړي څه به کېږی
باران وريږی زه د يار ديدن له ځمه
لاليه ښاد شې خود مختار شې
د قام سالار شې چې بيرغ درپسې وړمه
ښایست مې و نصیب مې نه و
خدایا په کور کې د بې قدرو ناسته یمه
زما د مرګ زيرے پرې وکړئ
چې په درشل پسې ولاړه وچه شينه
#ټپه #لنډۍ
پکار دې نه وم درنه لاړم
که دې پکار وې نازولې به دې ومه
د يا قربان اواز دې تت کۀ
رباب دې مات شه په مانځه ولاړه يمه
ډېر څه لرم ! وَيلی نشم
سپېرې پښتو مې په مَرۍ ايښي لاسونه
Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022.
مینه دې راکړه موړ دې نکړم
لکه د للمې ګل په ډاګ دې پرېښودمه
چې په سفر شوې وس به څه خورې
په کور دې نه خوړل د سرو شونډو سرونه
ما ته لړم په چيلم کېده
کمزوری بنګ دی د يار غم نه کموينه
جينکۍ ټولې جينکۍ دی
د زړه نه چک پکې يوه نيمه وهينه
صبر ، په قبر کې مصروف یم
له مرګه مخکې ارمانونه خښومــــه
#ټپه
#فلکلور
بې غوره یاره غږ را وکه،،
ګني مزار دې را سپړم دیدن دې کمه
د اختر درېمه ورځ هم لاړه
لار کې ولاړ يم بې ديدنه پاتې شومه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.