Skip to main content

Political Situation, Death Trap For Nawaz Sharif. Analysis In Pashto

Political Situation, Death Trap For Nawaz Sharif. Analysis In Pashto


داسې ښکاري چې د پاکستان سياسي او معاشي بحران به نور پراخېږي.

لکه اول چې مو ويلي وو، د عمران حکومت تر وخت لمخه ړنګول، عمران خان ته نوى ژوند ورکړى دى.

په دا لوبه کشې ګټه د پوځ او زرداري ده او تاوان يې د نوازشریف د ګوند.

د ملک معاشي بحران چې کم ډګر ته د عمران خان حکومت رسولى دى، دا اوس څه داسې سختې پرېکړې د اوسني حکومت له لورې غواړي، چې ګراني به بېخي ډېره زياتېږي.

دا ګراني به د اولس ملا نوره هم ماته کړي. د کوم په نتیجه کشې د اولس کرکه به د نواز شریف له ګوند څخه نوره زياته شي.


ژر تر ژره ټولټاکنې يعنې د را روان کال د بودیجې تر وړاندې کولو لمخه د حکومت ختمول او الېکشن اعلانول د نواز شريف د ګوند په ګټه ده، کنې دوى به مکمله اولسي ملاتړ له لاسه ورکړي.


ګوا ويل دا غواړم چې ژر تر ژره ټولټاکنې دا وخت د نواز شریف د ګوند او عمران دواړو په ګټه دي.

او ځنډول به يې د پوځ او زرداري په ګټه وي.

ځکه نواز شریف خپل ورور او د حکومت نور زمه واران هلته لندن ته ورغوښتې دي.


بله خوا زرداري غواړي چې ټولټاکنې و ځنډول شي، ګټه به يې دا وي چې يوه خوا به د ناکامه حکومت بار د نوازشریف د ګوند پر سر شي او بله خوا د عمران خان د بهرني مداخلت له بيانيې به هم هوا ووځي.


زرداري کوم چې دا وخت تر سيند صوبې پورې محدوده دى، او پيپلز ګوند يو علاقايي ګوند ته حده محدوده شوى دى، هغه به په پنجاب کشې نوى ژوند پېدا کړي.


پوځ هم غواړي چې د نوازشریف ګوند د معاشي بحران او ګراني او ناکامه حکومت په نتیجه کشې د پنجاب د اولس بشپړه ملاتړ له لاسه ورکړي او په را روانو ټولټاکنو کشې په کمزوره حېثيت رامخته شي او يو اتحادي حکومت جوړولو ته مجبوره شي.


د نوازشریف د ګوند له خوا د زرداري د پلان کوم چې په اصل کشې د جي اېچ کيو پلان وو، ملاتړ کول او د پارلېمان له لارې بدلون راوستل هغه سياسي خودکشي ده، د کوم خبره چې موږ له اولې ورځې کوله.


د نوازشریف ګوند دا وخت په داسې حالت کشې دى، چې يوه خوا پاڼ او بله خوا پړانګ دى.


نوازشریف يې د جنرل فېض په نوم باندې بلېک مېل کړى، چې که عمران پاته شو، نو د باجوه پر ځاى به جنرل فېض راولي او د پنځه کاله له پاره به عمران نور مسلط شي او نواز شريف او د هغه ګوند به د جنرل فېض او عمران دواړو تر انتقام لاندې وي.


د دې له پاره دغه بيانيه قصداً مخ په وړاندې يو وړل شوه، چې د جنرل باجوه او جنرل فېض تر منځ ګوا اختلافات دي. او که جنرل فېض راغلى نو عمران خان به د دويم ځل لپاره حکومت جوړ کړي.


حالانکې د عمران خان پروژه په مکمله توګه ناکامه شوې ده، او بېخي يو امکان نه وو. او که جنرل فېض راغلى هم وايي، خو د عمران خان پروژې د دويم ځل له پاره دوام نه شو موندلى.


هسې هم د پوځ پرېکړې فرد نه کوي، بلکې د کور کمانډرانو اکثریت په شريکه پرېکړې کوي او هره پرېکړه د ادارې پرېکړه وي، د يو فرد پرېکړه نه وي.


د شهباز شريف او ملګرو له لارې نوازشریف مجبوره کړل شو او حکومت ته رضا کړل شو، خو په اولو څلورو هفتو کشې بيا د دوى پکشې شپه شوه، نه د سعودي له خوا مرسته راغله او نه چين لنډمهاله حکومت سره مرستې ته چمتو دى.


اوس به دا کتل وي چې آئي اېم اېف له دوى سره څه کوي.


دوى که اوس ګراني جوړوي او پېټرول او ډيزل ګرانوي،، کوم چې د آئي اېم اېف بنيادي شرط دى، نو اولسي ملاتړ به له لاسه ورکوي او که ګراني نه جوړوي او سبسيډي ته دوام ورکوي، نو د را روان کال بودیجه جوړولو جوګه به نه وي.


د نوازشریف له پاره بهترينه لاره دا وخت له حکومت څخه ځان خلاسول او يو نګران حکومت ته د را روان کال د بوديجې بار سپارل دى.


خو بيرته ستونځه دا ده، چې الېکشن کميشن وايي، چې آئيني اړتیا ده، چې د دوه زره اتلس د ټول شمېرنې په رڼا کشې نوي حلقه بنديانې جوړې کړل شي او که داسې نه و شي نو له پارليمان څخه به قانون جوړول وي، چې دا ځل دي بيا په زړو حلقه بنديانو باندې ټولټاکنې و کړل شي. د دې قانون له پاره به بيرته حکومت ته د عمران خان د ګوند د ملاتړ اړتیا وي.


کتل به دا وي چې عمران خان دا ملاتړ ورسره کوي الېکشن زيفارمز کشې مرسته ورسره کوي او که نه.

او که عمران خان ملاتړ کوي، نو پيپلز ګوند به له ملاتړ څخه لاس پورته کوي او که به ورسره مل وي.


ګوا حالات ډېر پېچيده دي او د نوازشریف ګوند که حکومت ته دوام ورکوي او د را روان کال بودیجه پخپله وړاندې کوي، نو به يوه بله سياسي خودکشي کوي. لکه ما چې وو ويل اوله سياسي خودکشي يې د عمران خان حکومت لېرې کول وو.


که هر څه وي دا سياسي او معاشي بحران به نور هم اوږدېږي.

هغه که بيا نوازشریف خپل حکومت ته دوام ورکوي، او که د سختو معاشي پرېکړو له پاره ټکېنوکرېټ او لا عبوري حکومت ته ملک سپاري. 


ساده خبره دا ده چې د نوازشریف ګوند او پخپله ملک يعنې پاکستان دا وخت بنده ګلۍ ته ولاړ دي، هم په سياسي توګه او هم په معاشي توګه



Political Situation, Death Trap For Nawaz Sharif. Analysis In Pashto. Future Of PML N Led Govt And Nawaz Sharif Politics. How Nawaz Sharif Is Trapped By Pak.Military. Pakistan Economy And Nawaz Sharif. Zardari Double Game With Nawaz Sharif Explained In Pashto.



Adv Hamayun Kaasai

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso