Saud Bangash Pashto Poetry. Pashto Sherona. Pukhto Ghazal. Pashto Pedia
افسوس، افسوس ارمـان، ارمــان، له پښتنو نـه ډک دی
پــــردی لاریـــون، پــــردی کاروان، له پښتنو نه ډک دی
چـې يـې ازاد کړم، مـــاتـــوم يې، دوی مې لاس ماتوي
د غـلامـــۍ دغــــــه زنــــدان، له پښتنو نـه ډک دی
چــې د وطن تیارې رڼا نـــه کړي، نــو ټول تباه شــه
که ستوری، ستوری درست اسمان، له پښتنو نه ډک دی
دا چــې اغیار تــه جنګ ګټي، یــو لــوی لښکر روان دی
قسم پـــــه خـــدای او پـــه قـــران، له پښتنو نه ډک دی
که ابـــــدالي ســر دې پکار وي، نـــو پـــه دې بـــازار کې
سـعـوده! خـــدایــږو هــــر دوکان، له پښتنو نه ډک دی
سعود بنګښ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.