Ajmal Khattak Baba Nazam. Che Nang Sawda She, Meena Dukan She.
چي ننګ سودا شي مينه دوکان شي
هيره پښتو شي پاتي ميدان شي
وطن وطن وو خو اوس زندان شو
د پنجابکو په لاسونو وران شو
څه به اټک شي څه به خیبر شي
څه به پښتون شي څه به افغان شي
چي ننګ سودا شي مينه دوکان شي
جهاد بازار شو د شنو ډالرو
د زور او وينو د سوداګرو
سر پکي لاړو د ساده ګانو
بريت پکي تاؤ کړو څو زورورو
پاڅه ننګيالی دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه
اجمل خټک🥺🇦🇫،💔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.