Six hundred Billions Dollars Forex, General Maneksha And Gulzari Anand. By Zahid Hussain
څو کاله مخکي په هند کي يو بوډا د کور مخ ته سره د کور سامان په لاره کي ناست وو . ځکه چي د کرائي کور کي اوسيدو او د کور کرايه ورسره نه وه او نه ئي وه ورکړي . نو د کور مالک ورته کډه د باندي غورزولى وه . دغه کس دوه ځل د هند قايم مقام وزيراعظم او لس کاله د هند د کورني چارو وزير پاتي شوي وو . چي نوم ئي ګلزارى لال ننده وو .
په ۱۹۷۱ کي د هند ارمى چيف فيلډ مارشل مانک شا سکرټرى نه يو غير ملکى ژورنالسټ مانک شا سره د مرکي د پاره وخت اوغوښتو . سکرټرى چي د هغه مصروفيات اوکتل نو ورته ئي اوئيل چي راتلونکي څومره مياشتى هغه وخت نه لرى . ژورنالسټ د سکرټرى منت زارى اوکړه چي څه لار راوباسى . سکرټرى واپس هر څه چيک کړل نو ژورنلسټ ته ئي اوئيل چي يو کار کيډي شى . چيف به په فلانکي ورځ د فلانکى ائر پورټ نه ميلمانه سى اف کوى او بيا به فلانکى ځائ ته بائى روډ ځى چي د دومره وخت سفر دي که د دغه سفر وخت کي انټرويو کول غواړي نو کولي شى . ژورنالسټ خوشال شو ويل سمه ده .
په ټاکلى شوى وخت ژورنالسټ ائرپورټ ته ورغلو . مانک شا چي ميلمنو نه اوزګار شو نو ژورنالسټ ورمخکي شو او ځان ئي معاروفى کړو . مانک شا د ځان سره روان کړو او چي ګاډى ته راورسيدو نو مانک شا ورته د ګاډى دروازه خلاصه کړه او ژورنالسټ کيناستو .مانک شا د ډرئيونګ سيټ باندي کيناستو . نو ژورنالسټ ډير حيران شو او پوښتنه ئي تري اوکړه چي ستا حفاظت او باډى ګارډ . مانک شا ورته اوئيل زه د دي ملک څوکيدار يم دا ملک زما څوکيدار نه دي
نن مي چرته اولوستل چي هند سره شپږ سوه اربه ډالر ريزرو پرتي دی . نو دغه دوه واقعات مي چرته لوستى وو . را په ياد شو او په زړه کي مي تير شو چي ولي به نه وى
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.