Why Sri Lanka Bankrupted? Pashto Info about Sri Lankan Economy.
By Zahir Amaar
د سري لنکا لومړي وزير رسماً اعلان کړه چې د دې هېواد اقتصاد سقوط شوی او له منځه تللی. د سري لنکا حکومت چې په رأس کې یې څلور وروڼه حاکمان دي په تېرو څو کلونو کې د خپل حماقت او غير سنجيده پرېکړو له مخې او د دې له پاره چې تر مرګه د قدرت په ګدۍ پاتې شي، د هېواد د اقتصادي ودې او د ځينو لويو پروژو د عملي کولو په پلمه له چين نه څو ميليارد ډالري پورونه ترلاسه کړل خو چين په داسې سختو شرايطو پورونه ورکړل چې د سري لنکا د اقتصاد ملا يې ماته کړه
د سري لنکا وږی تږی، بېروزګاره او بېسرنوشته ملت له څو مياشتو راهيسې سړکونو ته راوځي، مظاهرې کوي، چغې وهي او له حکومت نه ډوډۍ، کار او د راتلونکې تضمين غواړي خو حکومت يې په مرمۍ، اوښکې بهوونکي ګاز او زندان ته اچولو ځواب ورکوي. نتيجه يې دا شوه چې حکومت د هېواد اقتصادي زوال اعلان کړ او ملت يې تباه کړ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.