Ajmal Khattak Baba Pukhto Kalam. Ajmal Khattak Ghazal.
فضا بدله د چمن شوه ته راځې او که نه!
اې د ښائست د سپرلي باده چرته ئي او که نه؟
نه مو دار پريښو نه صحرا کې ليونتوب پاتې شو
اوس هم ستا مينه کې زمونږه پت منې او که نه؟
د بام په سر د مسيدو احسان دې څوک نه مني
خو په ليمو مې ستا د حسن قدم ږدې او که نه؟
تراخه وختونه ستا په يادو کې خواږه تيريږي
ٰلږ دا خواږه په دې ترخو کې ګډوې او که نه؟
د ستا د څنړو په ګلاب کې ئي چې وينه خاندي
هغه خټک چرته په هيره ياده وې او که نه؟
شاعر: اجمل خټک بابا
سندرغاړی: سردار علي ټکر
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.