Skip to main content

Bacha Khan Baba Pashto Quotes. Best Pashto Quotes Of Bacha Khan

Bacha Khan Baba Pashto Quotes. Best Pashto Quotes Of Bacha Khan.


خان عبدالغفار خان (باچا خان)


1. 

زما ملګرتيا کښې غمونه او تکليفونه دي، زما لار د ازغو نه ډکه ده، زما ملګرتيا صرف هغه څوک کولے شي چې د خپل ملک او قوم دپاره خپل ځانونه خاورو کښې خاوري کولے شي، پۀ دې لار کښې صدارت، جرنېلي او ممبري نشته او نۀ پۀ دې لار کښې وزارت شته، پۀ دې لار کښې قرباني، تکليفونه او غمونه برداشت کول دي.


2.

پۀ ژوند کښې لوے فن دا دے چې لۀ هغه وخت نه استفاد

ه وشي چې پۀ مونږ تېرېږي


3.

 زما د لرې برې پښتونخوا لۀ پښتنو سره دومره مينه ده چې زۀ ئې بيان نۀ شم کولے، خپل ملک خپل قام سره وږے تږے او پۀ تکليف کښې خوشحاله يم، پۀ بل ملک کښې پۀ عېش و عشرت کښې نا.


4. 

چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ورځنې ورکه شي نو هغه قام ورک شي. مذهب د نفرت نا بلکې د مينې او محبت علمبردار دے.


5. 

بې د انقلابي اصلاحاتو دا معاشره پاکېږي نا او د انقلابي اصلاحاتو د نفاذ دپاره انقلابي ذهنيت او انقلابي اراده او اخلاص پکار دے.


6. 

زۀ يو انقلابي يم، زما د پېژندګلو کوشش وکړئ، زۀ يو انقلابي خدائي خدمتګار يم او زمونږ دا تحريک هم انقلابي دے.


7. 

ظالمان بهادران نۀ وي، ډېر بزدله او بې ايمانه وي، بهادر سړے پۀ چا هېچرې ظلم نۀ کوي.


8. 

مشکلاتو کښې مونږ کار شروع کړے ؤ خو زمونږ کار ورځ پۀ ورځ ترقي کوله ځکه چې زمونږ کار د خدائے د مخلوق دپاره ؤ، زمونږ پکښې ذاتي غرض نۀ ؤ بلکې ذاتي مو پکښې نقصان ؤ.


9. 

زما به همېشه دا کوشش ؤ چې د ښځو د مغزو نه د کمترۍ احساس لرې کړم، ځکه چې پۀ دوي کښې دا احساس خودغرضو او ناپوهو سړو پېدا کړے دے.



10. 

رښتيني خدائي مذهب خو د مخلوق خدمت دے، مينه ده، محبت دے، انصاف دے، عدالت دے، بردباري او ايمانداري ده چې هغې کښې د خداے د مخلوق ګټه او فائده ده، دا نن چې تاسو وينئ دا سرمايه دارو د خپلو غرضونو د پوره کولو دپاره د مذهب پۀ نوم يوه لوبه جوړه کړې ده، دا نننے مذهب خو د يو کس د عېش و عشرت دپاره دے، د خداے د مخلوق د ارام دپاره نۀ دے.


11. 

چې څوک غلط کار وکړي هغې ته غلط ووايئ، نۀ سړيتوب، نۀ مذهب، نۀ انسانيت، نۀ شرافت او نۀ اخلاق دا وائي چې مونږ د غلط کار او غلط سړي ملګري شو.


12. 

ډپلومېسي منافقت دے او زۀ خو منافق نۀ يم چې پۀ خولۀ مې يوه وي او پۀ زړۀ مې بله وي.


13. 

د تشدد نه نفرت او عدم تشدد نه محبت پېدا کېږي.


14. 

يو قام هله ترقي کولے شي چې د هغوي سره ښځې اوږه پۀ اوږه لکه د ګاډي د دوېمې پايې روانې شي.


15. 


د دروغو مزل لنډ وي او تر هغه وخته پورې وي چې رښتيا ښکاره شوي نۀ وي.


16. 

پښتون يو ژوندے قوم دے، د قوميت او قربانۍ ماده هم پکښې شته خو راويښول غواړي.


17. 

زۀ هغه خلق نۀ خوښوم چې پۀ زړۀ ئې يوه او پۀ خول

ۀ بله وي او داسې پارټي يا ډله دنيا کښې چرې نۀ کاميابېږ ي او کۀ کاميابه شي نو د څو ورځو دپاره.


18.

 زۀ دا خبره د خپل قوم دپاره خطرناکه ګڼم چې هلکانو لۀ خو دې تعليم ورکړے شي او جينکۍ دې د علم نه محرومې پاتې شي.


19.

 انقلاب يو سېلاب وي چې راشي نو اودۀ خلق يوسي او ويښ خلق ترې نه فائده وچته کړي.


20. 

قام هله د چا اثر قبلوي چې اثر واله پکښې پېدا شي.


21. 

حق څوک چاله ورکوي نا بلکې حق اخستلے کېږي.


22. 

د زمانې د بدلون سره کۀ قام بدل شي ترقي وکړي، ګنې وروستو پاتې شي.


23. 

د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي.


24. 

پښتانۀ ډېر ښۀ قام دے، دوي پۀ افسانو او قيصو ډېر نۀ پوهېږي، هر ښۀ کار چې پۀ دوي کوې نو ځان ورته نمونه کړه، چې تۀ روان شوې، دوي هم درپسې روانېږي.


25. 

زمونږ پۀ خلقو کښې دا يو لوے کمے دے چې مونږ همېشه د بل د کمزورو او عېبونو راوښکلو او لټولو پۀ غم او فکر کښې يو او خپلو کمزورو او عېبونو ته فکر نۀ کوو.


26. 

بل هله خوشحالولے شې چې پۀ ځان تکليف تېر کړې.


27. 

په خدمت کښې اختلاف نۀ راځي او نۀ کېدے شي، اختلاف همېشه پۀ ذاتياتو کښې وي.


28. 

مونږ لۀ د چا نه نفرت کول نۀ دي پکار، پکار ده چې هر چاسره ښۀ سلوک وکړو.


29. 

د هر سړي عزت پۀ خپل لاس کښې دے او کۀ هر سړے خپل خواهشات او ضروريات قابو کړي نو همېشه به پۀ ارام، خوشحاله او عزت مند وي.


30. 

د کوم قام ښځې چې بېدارې شي او د ملک د ازادۍ دپاره ملا وتړي نو هغه قام څوک غلام ساتلے نۀ شي.


31. 

ما دې خپل بدنصيب قام ته کتل چې اول خو د دوي د خدمت څوک نۀ وي او کۀ څوک يو نيم پېدا هم شي نو څوک د خدمت موقع نۀ ورکوي.


32. 

څوک چې د خدائے دپاره د قام خدمت کوي نو د هغۀ مخه څوک نۀ شي بندولے.


33.

 کۀ پښتون ،پښتون شي نو دے څوک غلام کولے نۀ شي.


34. 

د جذباتو لاره د ابادۍ لاره نۀ ده.


35. 

زۀ به د عدم تشدد پۀ حق کښې او د تشدد پۀ مخالفت کښې جنګېږم، هر چرته او هر کله چې جنګ وي زۀ به پرې لعنت وايم.


36. 

کۀ د ظالم او مظلوم مقابله راشي نو مونږ به د مظلوم ملګري يو.


37. 

پۀ بل د اعتراض نه مخکښې د ځان اصلاح پکار ده.


38. 


په خپله صفا خبره کوم او د بل نه هم پۀ صفا اورېدلو خوشحالېږم.


39. 

د يو ملک دپاره ټولو نه ضروري شے امن دے.


40.

 بې تعليمه خلق د مذهب پۀ نوم ډېر زر دهوکه شي.


41. 

مونږ پۀ خپله خاوره امن غواړو.


42.

 د هېچا دپاره خپل اصول پرېښول نۀ دي پکار.


43. 

مايوسي د خلقو عقيده کمزورې کوي، پۀ هېڅ حال کښې مايوسي نۀ ده پکار.


44. 

څوک کۀ د ژوند سره مينه لري نو د خپل ملت د ژوند پۀ لاره کښې دې مړ شي.


45. 

پښتانۀ د هر چاسره ورورولي کوي خو غلامي د ورور هم نۀ قبلوي.


46. په سياست کښې همېشه رښتيني اوسئ ځکه چې ستاسو دوستان پۀ تاسو باور لري او ستاسو پۀ خبرو عمل کوي، دښمنان تاسو ته معتقد نۀ دي، ستاسو هره خبره دروغ ګڼي او د معنٰي برعکس عمل کوي.


47

.د سياست هنر فرصت نۀ پېدا کوي بلکې د فرصت نه استفاده او ګټه پورته کوي



.48 

پۀ دنيا کښې دوه قوتونه دي، يو توره او بل تدبير دے

، خو تدبير همېشه پۀ توره غالب وي




Bacha Khan Baba Pashto Quotes. Best Pashto Quotes Of Bacha Khan. 50 Best Pashto Quotes, Top 50 Quotes In Pashto. Pashto Matal, Best Bacha Khan Baba Quotes, Bacha Khan Baba Life, Bacha Khan Baba Teachings, Zama Jwand Aw Jedojehad. Pashto Best Quotes 2022.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso