Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar
۔۔ ډاکټر خالق زيار صېب ۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دا پۀ هر لور چې وارخطا ګوري
د وخت سېلاب راخستے ما ګوري
مجبوري هم ده جانان هم نۀ پرېږدي
قدم پۀ وړاندې ږدي پۀ شا ګوري
زما د زړۀ که داسې خپله کوي
ماله څۀ کار به خامخا ګوري
اوس هم زما پۀ ايمان شک نۀ کوي
اوس هم چې پال ګوري پۀ ما ګوري
پۀ تا به چېرې بده ورځ نۀ راځي
لږ که هم زړۀ ته خدائے زما ګوري
نور که سرۀ هم وي زيار يې نۀ پټوي
خو هر ښائسته مخ ته پۀ غلا ګوري
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.