Jang. Pa Kali, Khaar Jang Day. Da Iqtidaar Jang Day. Pashto Ghazal 2022
په کلې، ښار جنګ دى
ده اقتدار جنګ دى
صرف پښتون پکى مرې
څه مزیدار جنګ دى
کابل مى هم شهېد شو
په ننګرهار جنګ دى
څنګه ته امن ېادى
څنګه قلار جنګ دى
پکى ځوانان مو بئېلل
څومره خونخار جنګ دى
مور مى وئيل مه راځه
ېه ﺯوېه ځار جنګ دى
دوې خو جماعت جوړٶو
اس ېى په لار جنګ دى
ده رونړو وېش شروع دى
په مور او پلار جنګ دى
توره، ټوپک راکوه
ستا په رخسار جنګ دى
دا په ګودر چه شور دى
دا په چېنار جنګ دى
شاه ﺯېبه مه خوره خپل ﺯړه
ده خلکو کار جنګ دى
By Shahzeb Momand.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.