Skip to main content

Khan Shaheed. Khan Abdus Samad Khan Birth Day Today. 07 June. Pashto Info

Khan Shaheed. Khan Abdus Samad Khan Birth Day Today. 07 June. Pashto Info about Khan Shaheed.


د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د زېږون ورځ

7

م جولائې

 1907


ليک:           فضل اشنا 


په دا ورځ د پښتون افغان د مستعمريت ، محکوميت او د ظلميت په خلاف داسي ماشوم دنيا ته راغلی چې نغري يا خاندان يې شاو خوا 147 کاله د خپلي خاوري د ساتنې او د خپل اولس د ازادۍ دپاره پرله پسې سرشيندنې کړې وې، د هر زورور ظالم ، جابر  استعمار ، سامراج او استثمار په خلاف يې نيکه برخوردار خان اڅکزی 1764، کې په پاني پت هندوستان کې د خپلي توري ځلا آسمان ته ورسول، د وخت د زورور مغزي يې په افغاني توره او پښتني غیرت داسي ورمات کړه چې تر اوسه يې د اولادونو په غوږونو کې  د هغه ننګيالۍ توري شرنګی ازانګې کوي


، د اتلسمې پېړۍ په نهمه لسيزه کې بوستان خان اڅکزی (تېمورشاه واکمني  ) فاتح ترکستان سو، په لومړي افغان انګليس جنګ کې غازي عبدالله خان اڅکزي د انګرېز جنرال برنس هډونه ورمات کړه، او کابل يې د انګرېز په وينو ولړئ، د مور لخوا يې فتح محمد خان اڅکزی د کندهار ګورنر او د فتح محمد خان اڅکزي زوی جنرال محمد حسين خان اڅکزی د ميوند د جنګ بريد جنرال وو، په هم دغه جنګ کې د شهيد غازي عبدالله خان اڅکزي زوی جنرال اکرم خان اڅکزی په هرات کې ازلي دښمن ايران د انګرېزانو دپاره په شهادت ورسوی


پښتانه متل کوي (نغری د سکروټو نه خالي کيږي.)

په هم هغه غښتلي او تاريخي نغري کې پر 7م جولائې

 1907 

کې په عنايت الله خان کارېز کې د نورمحمد خان اڅکزي په کور کې يو ماشوم وزېږېدی چې نوم يې صمد ورباندې کېښود ، چې ورسته د پښتون افغان په تاريخ کې يې د خپل غښتلي مړانې ، ننګ او د پرله پسې قربانیو په نتيجه کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي په نوم خپل ځان صفت کړ ، 323 کلن فرنګي سامراج ته په ټوله خطه کې چا د جابر حاکم ،او ظالم خطاب نه سو کولای ، يو خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی وو چې د فرنګي سامراج په خلاف يې داسي فتوا ورکړه چې هغه جوړ غښتلی سامراجي نظام يې ولړزوی، د هر زورور ظالم، جابر، واکمن حکمران په خلاف يې د داسي جمهوري او تنظيمي سياست خښته کېښول چې نن هم پښتانه افغانان د هغې محبوبې سندرې وايې، تاریخ په خپله غېږ کې هر هغه چاته ځای ورکوي ، چې تاريخ ته درنښت او وقار بښلی وي.


لا به نور ګلونه وا سي په دې باغ کې



د زیږون ورځ دي مبارک ، د شهادت ورځ دي وياړ د مبارزې لار دي ودانه .


7م جولائې د بابا پښتون غښتلي او وياړلي سياسي مخکښ، سياستپوه ،تکړه ليکوال ژباړن او ژورناليسټ خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د زېږون ورځ ده . 


ليک.        فضل اشنا 


د خان شهيد ونۍ 

#KhanShaheedWeek



Tags And Keywords To Find Post.


Khan Shaheed. Khan Abdus Samad Khan Birth Day Today. 07 June.

Pashto Info about Khan Shaheed.

Who Was Khan Shaheed Abdus Samad Khan Achakzai. 

Biography Of Khan Shaheed Abdus Samad Khan Achakzai. 

Pashto Bio Data Of Khan Shaheed.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso