Skip to main content

Khushal Khattak Baba Praising Beauty. Understanding Khushal

Khushal Khattak Baba Praising Beauty. Understanding Khushal


خوشحال بابا د نسواني حسن سره ډېره مينه لره۔


د خوشحال بابا شخصيت د جلال او جمال يو سپېځلے امتزاج لري۔دۀ چې چرته د خپل فطرت او مزاج مطابق د وسلې ذکر کړے دے نو هلته ئې د زنانه ؤو د کالو پترو اظهار هم کړے دے۔

کالي پتري چې د زنانه وو د ښائست او ډول و سنګار يو اهم جز دے۔لکه د دنيا د هرې سيمې پښتنې زنانه هم که معمول وي که قيمتي په کالوپترو مئينې وي۔دا د دوي فطرت سره اړه لري۔

زنانه عام تور د خپل بدن د مختلفو اعضاؤ لکه پښو,لاسونه,پوزے,غوږونه,ګوتو او نورو د ډول وسنګار کولو او د حسن و ښکلا زياتولو د پاره مختلف قسمه کالي پتري استعمالوي۔


لکه چې خوشحال بابا وائي۔

دپسالۀ صفت ئې شي د رنګ ئې نۀ شي

څوک چې پورې په بدرنګه ناوې پسول کا


او د دې په حقله يو بل ځائے کښې وائي۔


په پساله به مينه کاچې رنګ ئې نۀ وي

تۀ ګل رنګه څۀ محتاجه د پسالۍ


د خوشحال بابا معشوقه د کالو پترو نه بغېر هم ښائسته ده ۔هغې ته دا ډول و سنګار هېڅ حاجت نشته۔ ځکه چې وائي۔


نن د واړو دلبرانو غورۀ تۀ ئې

که دې يو لونګ په پوزه زېور نشته


او که کله دا کالي واچوي هم نو دا پرې نه بلکې کالي پرې ښائسته ښکاري۔


په کاليو سره مخ ښائسته کېږي

ستا په مخ ښائسته ستا د مخ کالي دي


مخ چې په پسول سره تا وته زېبا کا

ګڼه يو ټک دے مکر و فرېب کا


هر کله چې خوشحال بابا د نسواني حسن شېدائي ؤ۔په دا وجه د دې موضوع ته ډېره زيات اهميت ورکوي۔


د خوشحال خټک د پاره چې مېخور شو

په مغان مې وښي کېښول باهو هم لا


"وښي" او "باهو" يو کالے دے چې زنانه ئې په لاسونو کښې اچوي۔

پائېل چې ورته پنزېب هم وائي۔ د زنانه وو د پښو کالے دے ۔دا عام طور سره د سپينو زرو نه جوړولے شي۔ په دې کښې ګنګروګان هم وي۔ 


د پالګو او د څړې ئې شرنګهار شو

زۀ له خوبه راپرتاب شوم ډېر په ويره


پېزوان هم د زنانه وو د پوزې يو مشهور کالے دے ۔دا به د سرو او د سپينو زرو دواړو نه جوړولے شو۔


چې تر اور تر اوبو وځي هله ورشي

سور پېزوان د شاه د پوزې تر سوراخه


چار ګل هم د زنانه وو د پوزې يو مشهور کالے دے۔


وے مې چې له نتې دې چارګل په پوزه زېب که

وے ئې دا خبرې کړه هله که چا په تا کړې


لونګين د ګلونو امېل ته وائي۔کله چې د رېښمو ځونډې او لونګ يو ځائے په تار کښی وپېللے شي نو لونګين ورته وائي۔


کښېنه په انګڼ کښې مخامخ چې درته ګورم

تورلونګين دواړه چندڼ هار په سينه ټال کړه


کتابيات۔کليات خوشحال خان خټک۔مقدمه دوست محمد کامل

مياشتنۍ پښتو 

خوشحال نمبر


ليک ۔۔نوري


Khushal Khattak Baba Praising Beauty. Understanding Khushal Khattak Baba. Khushal Khan Khattak Aw Naswani Hussan, Khushal Aw Meena, Love Pashto Poetry By Khushal Khan Khattak.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso