Macroorchidisim Explained By Rahim Khattak. Pashto Story
که چري تاسو دې بيماري کې مبتلا وي. نو بيا مو جومات کې خپل اعضايے ثلاثه سمبال ساتو .
Macroorchidisim
میکرورکیډیزم د خوټو د ناروغي يوه بيماري ده. چې په ناریناو کې موندل کیږي چیرې چې که څوک په غیر معمولي ډول لوئ خوټې لري. دا حالت عموما د نازک X سنډروم سره په میراث کې پاتې کیږي ، کوم چې د فکری معلولیت دوهم عام جینیاتی لامل هم دی..
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
د هلکوانئ عمر يوه خبره رایاده شوه . زمونږ جومات ته به يو د پوليسو حوالدار جومعې مانځه ته راتلو . هغه ته دغه د ميکرورکيډزم بيماري وه . دغه حوالدار پسې به مونږ ټول هلکان روسته ولاړ وو. چې کله په دائ سجدے ته لاړ . نو خوټے به يه پتلون کې شا ته ( باهر ) راووتې وی.. نو بيا به ورته هلکانو لاندے تشے لپے نيولې وې خو لاس به يه پرې نه لګؤ. ما يوه ورځ د جيب نا ګينئ ( بيلؤره بنټه) راوباسله. داسې مې په ګوټه ورته نخه ونيوه په دې خوټو کې مې اويشتو. چې ولګيدو. نو په زوره يه د خولے د درده چغه اوته. ما خو مونځ پريښودو. منډه مې کړه . هلکانو ورته وې . چې رحيم خټک په ګيني ويشتلې دې. خير زه خو پوه شوم . چې اوس به مې څه سزا وی. د کوره پټ شوم . يو څو ورځی مې بل کلی د ترور کور کې تيرې کړې. اخير مې نيکه بابا راوستم . هغه د پوليسو حوالدار سره مې نيکه لانجه جوړه کړه . په ما يه رپورټ درج کړې وو. نيکه بابا مې د انګريزانو وخت ټهکيدار وو. ټولې کړپينچئ ورتلې. هغوئ په هغه حوالدار الټا رپورټ درج کړو. چې داي ولې دومره غټو خوټو سره په پتلون کې جوماتونو ته مانځه ته رازی . نو هلکان څه ګرم ملامت خو نه دی. ولې هغوئ به ورانئ ورسره نه کوی. زمونږ د جومات ملا صيب هم ورسره خبره ټينګه کړه ولې چې په هغه د حوالدار بد لګيدو. زکه چې د ملا نه غټې خوټې چه د بل چا وی.. هغه خو د سنډا وی. ههههه. خبره اخير په جرګه ختمه شوه ... اخير خوالدار مې نيکه ته اوې چې ټهکيدار صيب زه ده خوټو مريض يم علاج کوم . نيکه بابا ورته وې چې هلکه علاج کوه. خو پتلون کې خو مانځه ته سره د دومره غټو خوټو مه رازه کنه .. درته پته نه ده . هلکانو نه خو شيطان منډه کړی وو.
Macroorchidisim Explained By Rahim Khattak.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.