Mian Iftikhar Hussain, Khudai Khidmatgar, Sikandar Mirza And Struggle.
Faisal Faran
میا افتخار حسین صېب یو ورځ کیسه کوله چې زه د پښتون ایس.ایف ذمه وار ووم، «هلکواني وه، د باچا خان يوې جلسې ته تلې ووم، سپینې د کاټن جامې مې اغوستې وې، یو بابا رانه وپوښتل چې بچیه ته هم نیشنلې یې؟ ما ورته وېل چې او بابا زه د کالجیانو نیشنلي یم!
هغه راته ځواب کښې وائيل چې دا مبارزه په داسې سپینو جامو نه کېږي، بیا یې راته پینڅې بره کړې نو د ګيټو نه بره یې پښو پورې غوښې نه وې! راته یې وائيل چې دا مونږ احتجاج کوه، او دلته یو سړک جوړیده، مونږ ته یې وائيل چې تاسو لرې شئ، نو چې لیرې نه شو، نو د هغه وخت ډي.سي اسکندر مرزا په حکم یې د سړک ګرم تارکول یې زمونږ په پښو واچول»
دا واقعه میا صېب په یو تقریر کښې کړې وه، کمې بیشې پکښې کیدیشي!
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.