No mobile-phone phobia Explained In Pashto. Pashto Info Blog
کله چې انټرنېټ او يا موبايل ته لاس رسی نه لرئ او ډېرپسې ناکراره يئ تاسې په ناروغي اخته یئ!
هغه ناروغي چې تاسې وېرېږئ چې له موبايل او انټرنېټ څخه ماسوا به څنګه وخت تېروم؟ او ژوند به راته بې له موبايله ډېر مشکل وي او يا دا چې هسې نه چې د موبایل بېټرۍ مې کار پرېږدي او يا مې د انټرنېټ پېکېج ژر ختم شي، او يا دا چې شېبه په شېبه مو موبايل چيک کوئ چې په فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کې به نوي څه شی راغلي وي او يا يې د شپې هم له خپل څنګ څخه نه لرې کوئ . دا رواني ناروغي د
Nomophobia
په نامه يادېږي چې د
no-mobile-phone phobia
مخفف دی،دا رواني مشکل د ۲۱ پېړۍ په راتللو سره په انسانانو کې هغه وخت خپور شو چې خلکو انټرنېټ او خواله رسنيو سره ځان ونښلاوه، او په فيسبوک او نورو ټولنيزو شبکو باندې د روږدي کېدا وروسته په ۲۰۱۱ زېږدي کال کې د
yougov
موسسې لخوا وپېژندل شو. ۸۷ فيصده په دې ناروغي د اخته کسانو عمر د ۲۵ تر ۳۵ او له ۵۵ کلونو پورته دي. او همدارنګه یې د خلکو په غيراجتماعي توب ،انزوا او رواني مشکلاتو کې هم مهم او عمده رول لوبولی او ډېر په چټکۍ سره لا هم مخ په بره روان دی
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.