Rahman Baba Pashto Ghazal. Best Pashto Ghazal Poetry Rehman Baba.
خُدایه زړۀ د رقیب نرم په احسان کړے
ما له یاره یار له ماسره یکسان کــــــړے
هغه درد چې د اشنـا د بیلتـــانــــــۀ دے
دفع ورفع ئې د وصل په درمان کـــــړے
کاروبار د عاشقئ چې ډېر مشکــــل دے
دا مشکل ځما په ما باندې اسـان کــــړے
کۀ مطلب د نـور چـا نــورې مـرتبــې وي
ما ګدا په استانه د خپـل جـانـان کــــړے
تۀ چې مـا منـع کـوے د یـار لـه لــــــورې
کاشکے باد د سحر منـع په بوستان کـړے
نـۀ بـه مــا منـع کــړے تــۀ لـه خپـله یـاره
نۀ به کُوز په مځکه ستوري د اسمان کړے
الهــي د خپــــل خبیـــب لـــه بــرکتـــــــه
دا سـاده اِنشـا رنګیینـه د رحـمان کــــړے
《رحمان بابا》
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.