Saidan Aw Miagaan. Sayyeds and Mian Tribes In Pashtuns. Who Are Saddaat In Pashtuns? Pashto Info
سيدان يا میاګان په پښتنو کې يا دغسې په نورو قومونو کې څنګه په وجود کې راغلي دي دا خو د عربو قبيله وه ؟ چاته څه پته شته ؟
Answered By Khurshed Iqbal Yousafzai.
هر ناجائز حکومت چې پۀ یو وطن مسلط شي نو هغوي د ټولو نه خراب اثر د مقامي خلکو خلاف دروغو پراپګنډې او نسلي او قامي تاریخ غلط وړاندې کول وي . پۀ مغلي کتابونو کښې دومره مسلسل دروغ لیکلے شوي دي چې اوس یی د رشتیاؤ نه بیلول انتهایی مشکل کار دے.
سیدان او میاګان هم پۀ یو قام دننه د حکومت د وفادارو خلکو لقبونه دي. دې خلکو ته مغلو د مذهبي تقدس پۀ جامه کښې یو حفاظتي خول ورکړے دے.
زمونږ د وطن ډي این اے ریکارډ ښایی، چې پۀ پښتنه خاوره د عرب نسلونو ابادي د نیشت برابر ده. اصل کښې پښتنو ته اسلام عربو نه ترکیانو راوړے دے. خو دغه ترکیانو سره هم مقامي خلک ملګرے شوے وو. د محمود پۀ دور کښې سرکاري ژبه عربي وه. نو ځکه نوي مسلمان او د حکومت ملګري پۀ "سید" مشهور کړے شو. د سید مطلب سردار او مشر دے.
کیدے شي دا خلک مقامي مشران وو.. دغسې ملک لفظ هم عربي دے چې مطلب یی باچا دے. پښتانۀ سیدانو ته هم باچا وایی. لکه هارون باچا، کفایت شاه باچا، او شېرعلي باچا او داسې نور. پۀ بونیر کښې د پیربابا کلي ته هم پاچا کلے وئیلے شي. البته ددغې تاریخي پس منظر باره کښې زیات معلومات نه لرم. خو باچا او پاچا دواړه یو الفاظ دي
زمونږ پۀ یوسفزو کښې د پاچا عهده د ملک نه کمزورې درجې والا وي. دغسې خان هم د مغلي دور د منګولي ژبې لقب دے. چې مشر او سردار ته وایی. خو منګول نسل دلته یوازې د هزاره پۀ شکل کښې اباد دے. او باقي خانان ځائي پښتانۀ دي
میاں هم د عزت او احترام یو لقب دے خو هندي ژبو کښې زیات عام دے چې مطلب یی صاحب، اقا، مالک یا موجوده دور کښې د انګلیش سر (Sir) دے. البته بعض پوهان وایی چې میاګان د ماګي جمع "ماګیان" اوښتلے شکل دے. ماګي ته یونانیانو مګوس او او عربیان مجوس وایی
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.