Shiva Ge Stupa Afghanistan. Kabul, Gandahara Civilization And Culture.
شېوه ګی ستوپه، کابل افغانستان
کابل کي یوه بودایي ستوپه ده چي ۱۸۰۰ کلونه وړاندې د کوشانیانو د کورنۍ د واکمن کنیشکا په وخت کي جوړه سوې ده.
باید زیاته کړو چي ورته بودایي ستوپې د کابل په بګرامیو، پروان او بت خاک، لوګر، کاپیسا، د ننګرهار په هډې او باسول او د پښتونخوا د سوات په سیمه کي سته چي د افغانستان ډیري بودایي ستوپې په څلویښت کلني جګړې کي له منځه تللي دي.
داټولې سټوپې د ګندهارا په تهذیب او تمدن پوري اړه لري او پورته ستوپه د ښه مرغه اوس په بشپړېدو ده چي په نړۍ کي د پښتنو د لرغونی تاريخ نوې او په زړه پوري پېژندنه په کېږي.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.