Wali Khan, ANP, Votes, Mandate, Rights Of Pashtuns And Pashtun. By Zahid Hussain
يو ځل يو سټوډنټ په يو غونډه کي په ولى خان نيوکي اوکړى چي هسي د پښتنو خبري کوئى تر نن ورځي مو پښتنو ته څه ګټي راوړي . ولى خان په جواب کي اوئيل چي سړى ته لاس کي غليل ورکي اوتمع د زمرى د ښکار تري کوي .مونږ ته د صوبي قومى اسمبلي په يويشت کي دري سيټونه راکړي شوى دى. د دي باوجود مونږ چي سومره کولي شول د هغي نه مو زيات کړى دى . په کومه ورځ چي مونږ ته زيات نه تش ۵۱ فيصد سيټونه په لاس راغلل نو بيا به زمونږ کمزورى وى چي څه اونکړلي شو .
د پاکستان په تاريخ کي اول ځل چي د اي اين پى وزير اعلئ جوړ شو . باوجود د دي نه چي د اکثريت د پاره پيپلز ګوند ته مختاجه وو . او دهشتګردى هم وه . خو چي سومره ترقياتى کارونه ئي اوکړل د پاکستان په تاريخ کي دي صوبه کي نه دى شوى . فکر کوم چي لکه د صوبي موجوده حکومت په شان ورته دو تهائى اکثريت په لاس ورشى او دهشتګردى هم نه وى . نو څه حال به وى
د صوبي نه قامى اسمبلي په پنځوس سيټونو کي ورته يو سيټ په لاس کي ورکړي شى او تمع لرو چي د پښتنو ټولي ستونزي دي دوى هواري کى . دا انصاف نه دي . د پښتنو ستونزي هوارول د هغه چا ذمه وارى ده چي چا ته پښتنو په اکثريت رائي ورکړى دى . اي اين پى په دي ګنهګار نه دى چي د پښتنو د حقوقو خبري کوى
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.