What Is Eshq? What Is Love? Love Explained In Pashto. Meena, Mina
عشق څه ده؟
که په لنډه کې ووايو عشق د خپلې معشوقې ډېر ګرانښت ته وايي. عشق ته مختلف تعريفونه شوي او له اوسه ورته جامع تعريف نده شوی، عشق درې مرحلې لري:
۱_ مبتلا کېدل يو انسان يو ناڅاپي ډول د يو چا په مينه کې مبتلا کېږي هغه که هره وجه وي.
۲_ دوهمه مرحله د اولې په نسبت لږه سخته ده په عشق کې عاشق ځورېږي او دا درد يوازې دې احساسوي.
۳_درېمه مرحله وصال يا بېلتون ده
کله چې عاشق وصال ته ورسېږي نو نړۍ ورته نوې ښکاري، هر څه ورته تازه ښکاري ځکه د عشق درد ورته له هر څه سخت وي
د عشق د کلمې منشا
عشق د عشقيه له کلمې اخيستل شوی او دا يو بوټی ده چې ځان د نورو په وجود پورې نښلوي او د هغه له بدن ګټه اخلي.
عشق د لېونتوب هغه حد دی چې انسان پکې خپله ګټه او تاوان نه پېژني، د انسان عقل او شعور کار پرېدي او يوازې د خپل معشوق په غم کې غمجن وي
په عشق کې عاشق ړوند وي هغه په خپل معشوق کې هيڅ ډول خامي نه ويني معشوق يې ددنيا تر ټولو لويه هستي وي او لاس ته راوړل يې د ژوند لوی هدف وي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.