Skip to main content

Arbab Sikandar Khan, Yaw Malang Aw Darwesh Governor NWFP.

Arbab Sikandar Khan, Yaw Malang Aw Darwesh Governor NWFP.

By Waqas Espazai.


 «د پښتونخوا دروېش ګورنر»

***

د پښتنو سيمه د تېرو څلورو لسيزو را پۀ دېخوا د بنياد پرستو او دهشتګرد عناصرو پۀ منګلو کې ښکېل ده. دغه دهشت ګرد خپل ځان د اسلام لښکر بولي او د نړۍ د لوېديځ اړخ (غرب) لۀ طرفه يرغل شوي قوتونه زموږ د پاک دين اسلام غليمان بولي. خو دا خبره هم څرګنده ده چې ددې بنياد پرستو د اسلام او الله پۀ نوم ترسره شوي ځان مرګي بريدونو کې چې څومره ماشومان يتيمان شول، څومره تورسرې کنډې شوې او څومره سپين سرې چې بورې شوې، د هغې نمونه زموږ د تاريخ پۀ پاڼو کې نۀ شي موندې. دغه چا ته پته وه چې کوم اور بۀ د اسلام او جهاد پۀ نوم زموږ پۀ ګاونډي هېواد کې بلېږي، هغه اور بۀ يوه ورځ ټولې سيمې نه خپلې پښې راچاپېره کوي. دغه چاته معلومه وه چې د تشدد دغو سرو لمبو نه بۀ يوه ورځ داسې بلا جوړېږي چې د پښتنو هر کور کې بۀ ددې د تاؤ تريخوالي يوه زړۀ تورې کیسه موجوده وي. څوک هم ددې نه خبر نۀ وو چې يوه ورځ بۀ ځنې خلک اقتدار تر لاسه کولو لۀ جنګېږي. څوک هم پۀ دې فکر نۀ وو چې داسې ورځ به هم راځي چې يو پښتون به د بل پښتون ورور نه د الله پۀ نوم سر غڅوي. مګر داسې هم نۀ ده، داسې يو غږ پۀ پښتنو کې هم ؤ چې نن نه نزدې دېرش کاله وړاندې پۀ دې خبره پوه ؤ چې د جهاد پۀ نوم چې کومه لوبه پۀ دې سيمه روانه ده، هغه بۀ يوه ورځ د پښتنو لپاره د ټولو نه لوی خطر جوړېږي؛ خو هغه اواز د غربي او عربي پېسه لرونکو زورورو پۀ لارښودنه، د فوجي نائيکانو پۀ ملاتړ او د بنيادپرستو ملايانو پۀ فتوو خاموش کړی شو. دغه اواز د نن سبا دهشتګردۍ وړومبی ښکار ؤ. هم دغه غږ ؤ زمونږ شهيدِ اول ارباب سکندر خان خليل. پۀ ګور يې نُور شه.


پېژندګلو:

مارچ ۲۱ کال 1912ء هغه تاريخې ورځ ده' چې پۀ دې ورځ د ترنګزو حاجي صېب د اسلاميه کالج د بنياد ايښودو پۀ مراسمو کې ګډون وکړو او د پېرنګي کمشنر پۀ موجودګۍ کې یې د انګرېز خلاف د بالقان پۀ جنګ کې د خلافت عثمانيه د برياليتوب دعا وکړه او ناستو ولاړو خلکو پرې پۀ ګډه ښۀ پۀ وچت اواز اٰمين ووې. هم پۀ دغه تاريخي ورځ پۀ برتاکال کې د ارباب سعادت علي خان پۀ کور کې ددۀ مشر زوی وزېږېدو' چې نوم ئې پرې ارباب سکندر خان کېښودو.

برتاکال د پېښور ښار او د خېبر د لوړو غرونو ترمنځه پروت يو تاريخي کلی دی. دغه کلې نه د ارباب بهرام خان پۀ شان انقلابي شخصيت راوچت شوی دی، چا چې د سکهانو د بې رحمه حکومت پۀ ضد د شاه اسماعيل او سيد احمد شهيد برېلوي ترڅنګ پۀ بالاکوټ کې د شهادت بختور جام پۀ خپله برخه کړی ؤ. دَ ارباب بهرام شهيد دوه نمسي د برتاکال وړومبني وکيلان وو' چې نومونه ئې ارباب فتح محمد خان او ارباب تاج محمد خان وو.

د وکيلانو وروڼو د ترور زوی د لنډۍ قاضي عطاالله خان ؤ چې د خدائي خدمتګار تحريک لوی غړی ؤ. لنډه دا چې د برتاکال کلي سره د باچا خان پېژندنه ددې وکيلانو وروڼو د لارې شوې ده.

دَ مشر وکيل ارباب فتح محمد يو سانډو ؤ چې نوم یې ارباب سعادت علي خان ؤ او ددې دواړو اربابانو د کور ودانو يو ورور ؤ چې نوم یې ارباب جمعه خان ؤ. پۀ اول ځل چې باچا خان د کال 1928 ء خواوشا کې د برتاکال کلې تاريخي پوخ جومات ته راتلو' نو دغه ټول اربابان ورته راغونډ شو او د خدایي خدمتګار تحريک سره یې د ملګرتيا فېصله وکړه. دَ اربابانو پۀ کلک ملاتړ، خدایي خدمتګارو پۀ پېښور او خواوشا علاقو کې ډېره چټکه وده وکړه. هم دغه وخت ؤ چې پېرنګيانو پۀ کیسه خوانۍ او لوی بازار (بازارِ کلان) کې پۀ جلوسونو ډزې وکړي او ګڼ شمېر خدایي خدمتګاران یې شهيدان کړل او اربابان هم پېرنګيانو د وطن سره د غدارۍ پۀ دفعو کې د تورو تمبو شاته کړل.

د هري پور پۀ بندي خانه کې پېرنګيانو داسې ظلمونه وکړل چې ارباب سعادت علي پۀ نري رنځ ناجوړه شو. پېرنګيانو ورته وې چې دارو او دُرمل بۀ دې وکړو خو ارباب سعادت علي خان پۀ خپلو سترګو د کیسه خوانۍ مرګ ژوبله ليدلې وه او د پېرنګيانو نه یې پۀ زړۀ کې ډېره کرکه پېدا شوې وه نو ارباب سعادت علي خان د خپلو دارو درملو پۀ ځواب کې د هري پور بندي خانې جېلر ته ووې; زما! دارو او درمل نۀ دي پکار. کۀ راکوي نو زما قوم ته دې ازادي راکړي.

پۀ 21 دسمبر کال 1932ء کې دې انقلابي ارباب د هري پور پۀ بندي خانه کې ساه ورکړه؛ خو پېرنګي استعمار ته یې سر ټيټ نۀ کړو. خدای دې وبخښي او جنتونه دې یې نصيب کړي او ارباب سکندر خان خليل د شلو (20) کالو پۀ کم عمر کې يتيم شو.


تعليم او سياست کې برخه اخستل:

ارباب سکندر خان خليل چې نوی يتيم شوی ؤ، پۀ جبري شکل پېرنګيانو سياست ته راښکلو. يو خوا ته یې د پلار د سېوري نه لاس ووينځل او بل خوا ته د يتيم کېدو پۀ وړومبني کال کې پېرنګي حکومت دوه ځلې بنديوان کړو او دواړه ځله د بندي کولو يو دا علت ؤ چې دا 20 کلنے هلک د يو انقلابي پلار زوی دی.


دا باد د زمانې چې مونږه چېړي هسې نۀ ده

دا ويني چې پۀ مړو ايرو کې سرۀ بڅري شته


دَ پېرنګيانو ددغو سختو اقداماتو لۀ امله د ارباب سکندر خان تعليمي سلسله ودرېده. د پلار د شهادت نه پس د کور او د وروڼو خوېندو ټولې ذمه وارۍ هم د ارباب صېب پۀ اوږو شوې. د کور چلولو لپاره ارباب صېب پۀ سېشن کورټ کې د ټائپسټ او رېکارډکيپر نوکرۍ هم وکړې. د ارباب سکندر خان خليل د ټولو نه لويه ګټه دا وه چې ورکوټوالي نه پۀ دې پوهـ ؤ چې تعليم او پوهه د انسان د ژوند يو ستر ضرورت دی. ددې سره چې ارباب صېب پۀ سرکاري دفترونو کې نوکرۍ کولې' نو پۀ شخصي طور یې خپل تعليمي غورځنګ هم مخکې روان کړی ؤ. ارباب صېب اول پښتو ژبه کې پروفېشنسي او بيا اېف ای او بي ای پۀ پرائيوېټ توګه وکړه. ارباب صېب د بي اے امتحان کې ډېر پۀ غوره طريقه کاميابي حاصله کړه. بيا ورته خپلو ملګرو، خپلوانو او کوروالو د وکالت د ډګرۍ حاصلولو مشوره ورکړه. دا هم يو حقيقت دی چې دَ ارباب صېب د کلې د وړومبني وکيل ارباب فتح محمد خان لُور سره وادۀ شوی ؤ' نو د کور لۀ خوا ورته هم د اعلٰي تعليم کولو ملاتړ حاصل ؤ.

ارباب صېب د علي ګړهـ مسلم يونيورسټۍ نه پۀ کال 1947 ء يعنې د پاکستان د جوړېدلو پۀ کال د اېل اېل بي ډګري ترلاسه کړه.


ليکوال او لوبغاړی:

ارباب سکندر خان خليل نۀ صرف يو ډېر ښۀ ذهن‌‌ لرلو بلکې يو ډېر سالم او تکړه بدن یې هم پۀ نصيب رسېدلی ؤ. ارباب صېب پۀ ځوانۍ کې د فټبال يو غوره لوبغاړی ؤ. د پېښور د نامتو هلال کلب يو ډېر منلی شوی فارورډ ؤ. هغۀ دې کلب سره د کابل نه تر بنګاله سفرونه کړي وو او ډېرو ښو مقابلو کښې د دوي ډله بريالۍ شوې هم وه. د ارباب صېب د خپلې خولې کیسه مشهوره ده چې يو ځل پۀ کابل کې پۀ يو ټورنامنټ کې ددوي ډله بريالۍ شوه. د هغه وخت باچا ظاهر شاه ورله يو ډېر ښائسته قالين پۀ انعام کې ورکړو. د ډلې ټول هلکان پۀ جنګ شو. يو وې دا قالين به زۀ وړم او بل وې چې زما نه بۀ یې څوک د ځای نه ونۀخوځوي، اخر هغه قالين پۀ بازار کې خرڅ شو او پېسې یې تقسيم شوې. دغه حال زمونږ د پښتنو هم دی. ټول پښتانۀ غواړي چې هر څۀ دې هم د دوي خپل وي او بل ته دې هېڅ ملاو نۀ شي او پۀ اخر کې ټول تش لاس پاتې شي.

يوه بله غوره واقعه داسې ده چې ارباب صېب کله پۀ وړومبي ځل علي ګړهـ يونيورسټۍ ته د اېل اېل بي کولو پۀ غرض ورورسېدۀ' نو ورته معلومه شوه چې د داخلې کولو نېټه ترې تېره شوې ده. ډېر خواشينی او غمژن شو. د الله نه یې غوښتنه وکړه چې څۀ لاره راته روغه کړه. نزدې يوه مياشت د علي ګړهـ يونيورسټۍ پۀ جومات کې ډېره ؤ او د چڼو او طالبانو سره پروت ؤ. اخر ورته معلومه شوه چې د علي ګړهـ د فټبال ټيم د انتخابولو ټرائلونه روان دي. چې هلته لاړو نو پۀ موجودو لوبغاړو کې چا هم د چپ لاس لۀ خوا نه لوبه نۀ شوه کولې. ارباب صېب چې مېدان ته ورکوز شو نو سېليکټرانو د منډې پۀ ټيم کې شامل کړو او هم داسې ورته د علي ګړهـ يونيورسټۍ دروازې پرانستې شوې.


څۀ رنګه چې مونږ مخکښې ذکر وکړو چې ارباب صېب يو ډېر ځيرک او ذهين انسان هم ؤ. سره ددې چې ارباب صېب اېف ای او بي ای انګرېزي ژبه کې کړي وو مګر هغوي تر هغې وخت پورې ليک نۀ ؤ کړی چې تر کومه ئې د پېښور ښار نوميالي ليکوال حسېن بخش کوثر صېب سره ليدل نۀ وو کړي. کوثر صېب سره د ارباب صېب ليدل د ايوب خان پۀ وخت کې شوي وو چې کله دغه دواړه ښاغلي د ون يونټ پۀ ضد تحريک کې بنديوان وو. کوثر صېب د فلسفې ډېر لوی عالم ؤ. هم دغه وجه ده چې ارباب صېب خپل درې (3) کتابونه هم د فلسفې پۀ عنوان ليکلي دي. ارباب صېب پۀ خپل ژوند کې شپږ (6) کتابونه ليکلي دي چې پينځۀ یې پښتو ژبه کې او يو ئې پۀ انګرېزي کې ليکلی دی. د هغوي د کتابونو نومونه دا دي:

1. اوسنۍ فلسفه

2. ګلونه او ازغي

3. ژور فکرونه

4. دَ اقتصادياتو خلاصه

5. Other Side of the Picture


قانون پوهـ او سياستدان:

ارباب سکندر خان خليل چې د قانون سند د علي ګړهـ پوهنتون نه څۀ وخت ترلاسه کړو نو سمدستي د هند تقسيم وشو او پاکستان جوړ شو. د پېښور ښار نامتو هندو وکيل مېلا رام اېډوکېټ هند ته هجرت وکړو او دفتر یې ارباب صېب ته د اوقاف د حکومتي دفتر لۀ خوا پۀ کرايه ورکړے شو. د ارباب صېب وکالت د دکاندارۍ پۀ شکل نا بلکې د خواخوږۍ او پښتونولۍ پۀ اصولو چلېدو. د هغۀ سخر ارباب فتح محمد خان اېډوکېټ يو ځل خپلې لور او د ارباب صېب کور ودانې ته ډېر پۀ قهر ووې چې دا سکندر خان څۀ کوي. ټوله ورځ پۀ کچرو کې د يو ځای نه بل ځای ته منډې وهي او د خلکو يو لوے جلوس ورپسې روان وي. دې وکيل خو پۀ هېڅ شکل نۀ ښکاري؛ بلکې يو سياسي ليډر ښکاري. زموږ د وکالت نوم یې وشرمولو. د سخر بابا د غصې خبره هم د کاڼي کرښه وه. دا ستر ارباب يو ډېر لوے سياسي ليډر ؤ او راتلونکي وخت دنيا ته دا خبره ښۀ څرګنده کړه.

دَ پاکستان جوړېدو نه وروستو محمد علي جناح چې د خپل صفت او ستائينې اورېدو ډېر خوښونکی ؤ، د يو څو خودغرضه کسانو لاس ته ولوېدو. مسلم ليګ يو داسې ګوند شو چې تش ليډران پکې پاتې شو او ورکر ئې نۀ لرل. پۀ داسې وخت کې جناح صېب يوه غېر جمهوري فېصله وکړه چې سره د کانګرس د اکثريت ئې د سرحد د صوبې حکومت مات کړو او يو دوه مخې او منافق انسان عبدالقيوم خان یې وزير اعلٰي وټاکلو. دغه عبدالقيوم خان هم د خپل ليکلي کتاب (ګولډ اېنډ ګنز آن دي پټهان فرنټئير) پۀ خرڅ بندېز ولګولو، د سرخپوشانو پۀ سردرياب کې مرکز یې وران کړو او پۀ بابړه کې خو یې چې څۀ وکړۀ' نو د خلکو نه یې د پېرنګيانو ظلمونه هېر کړل. د مسلم ليګ ددغه غېرجمهوري کارونو لۀ امله ارباب صېب او همخيالو اول “عوامي مسلم ليګ” ساز کړو؛ خو وروستو یې دا فکر وکړو' چې پۀ پاکستان کې خو ډېر نور مذهبونو واله خلک هم ژوند کوي' نو ددې ګوند نوم یې پۀ “عوامي ليګ” بدل کړو.

دَ عوامي ليګ مشر حسېن شهيد سهروردي اول خو د انګرېز د حکومت ملاتړ د سوئز کېنال د قبضې پۀ ناپاکه منصوبه کې وکړو او وروستو یې پاکستان کې ون يونټ غوندې توره فېصله وکړه' نو ارباب صېب او ملګرو يو نوی ګوند جوړ کړو د “پاکستان نېشنل پارټي” (پي اېن پي) پۀ نوم.

دغه پي اېن پي وروستو د ډهاکه پۀ روپ محل سېنما کې د ګنتنتاري دَل سره يو ځای شوه او نېشنل عوامي پارټي (نېپ) تري جوړه شوه.

دَ ايوب خان او فاطمه جناح پۀ صدارتي الېکشن کې چين ډېر ګنده لوبه وکړه او د يو فوجي ډکټېټر ملګرتيا یې وکړه. د چين او ايوب خان ترمنځه دغه ليکه هم د نېپ يو مشر مولانا باشاني د لارې سمه شوه او ځکه به دغه مولانا ته ډېرو سياسي ګوندونو (ماولانا) هم وئيلو چې د چين د ماوزی تنګ سره یې نوم ګډ کړي. د مولانا صېب دغه غېرجمهوري عمل نېپ هم پۀ دوو برخو کې تقسيم کړو' چې يو نېپ باشاني ګروپ او بل نېپ پروفېسر مظفر ګروپ ؤ.

ارباب صېب او ولي خان درې (3) ځله ډهاکې ته سفرونه وکړل چې د پاکستاني فوج، د پنجابي جاګيردار او د بنګاليانو ترمنځه روغه راولي خو پۀ کال 1971 ء کې اخر پاکستان تقسيم شو. ارباب صېب پۀ دې وخت کې وئيلي وو چې:

“د جناح پاکستان ختم شو او اوس د پنجاب پاکستان پاتې شو.”


دَ ګورنر پۀ حېث:

ارباب سکندر خان خليل پۀ 30 اپرېل کال 1972 ء کې د اېن ډبليو اېف پي صوبې چې نن سبا د خېبر پښتونخوا پۀ نوم يادېږي، ګورنر مقرر شو. پۀ دغه ورځو کې د ملک اساسي قانون نۀ ؤ ليکلی شوی' نو ارباب صېب ددغه ورځو د صوبائي اسمبلۍ غړی هم ؤ او ګورنر هم.

دَ ګورنرۍ د سوګند اخستو نه پس ارباب صېب سمدستي د صوبې پۀ ترقياتي کارونو لاس پورې کړو. اول هدف یې د صوبې لرې او کمې ترقي يافته علاقې وې. د شمال خوا ته یې د چترال پۀ ضلع کې د خوراکي موادو د کمښت مخنيوی وکړو. دغه پرېکړه یې هم وکړه چې پۀ چترال کې بۀ د خوراکي موادو هغه بيعه وي چې کومه بيعه یې پۀ نوره صوبه کې وي. انجنئيرانو لۀ یې دا ذمه واري ورکړه چې زر تر زره د څو وړو ډېمونو منصوبې تيارې کړي' چې دغه پاتې ضلع هم د نورو علاقو پۀ شان د ترقۍ پۀ لار روانه شي. ارباب صېب پۀ چترال ضلع کې د کالج جوړولو امر هم ورکړو چې تعليم عام شي.

پۀ افغانستان کې د سردار محمد داؤد خان سره ئې يوه لوظنامه لاس ليک کړې وه' چې د ژمي لۀ خوا چې کله د لواري پاس لاره بندېږي نو چترال ته مال د افغانستان د کونړ ولايت د لارې لاړ شي' چې د چترال خلق پۀ يخ موسم کې د خوراکي موادو د کمښت سره مخامخ نۀ شي. دغه خبره د يادونې وړ ده چې ارباب صېب د افغانستان حکومت سره د چترال پۀ بابت د معاهدې پۀ خبرو اترو کولو د ذوالفقار علي بوټو د حکومت لۀ خوا بندي شوی هم ؤ. ولې وروستو د طالبانو د حکومت وخت کې هم دغه معاهده چې د نواز شريف لۀ خوا لاسليک شوه' نو دغه خبر د حکومت يوه ستره کاميابي وګڼلې شوه.

ارباب صېب پۀ جنوبي ضلعو کې د څښلو د اوبو منصوبې اغاز کړې او ډېرو خلکو ته د څښلو اوبۀ ملاو شوې. دغې نه علاوه د ارباب صېب پۀ ګورنرۍ کې هغوي د شمله لوظنامې (شمله اېکارډ) لپاره د هند حکومت سره خبرې وکړې او د 1971 ء د جنګ يو نوي زره (91,000) جنګي قېديان راخوشې کولو کې ئې ډېرې سترې هلې ځلې وکړې.

ذوالفقار علي بوټو پۀ بلوچستان صوبه کې د عطاءالله مېنګل حکومت پۀ يوه غېرجمهوري طريقه مات کړو او ارباب صېب پۀ 15 فروري 1973ء د يو اصولي موقف د لاندې خپله استعفٰي وړاندې کړه او د حکومتي چارو نه یې ډډه وکړه. اغا شورش کاشميري پۀ خپل اووۀ ورځني “چټان” کې ارباب صېب د “دروېش ګورنر” پۀ نوم ياد کړی ؤ.

جمهوريت غوښتونکو د “يونائټډ ډېموکرېټک فرنټ” (يو ډي اېف) پۀ نوم د بوټو د بې اصوله حکومت پۀ ضد غونډه جوړه کړه. د پنډۍ پۀ لياقت باغ کې د يو ډي اېف پۀ جلسه ګولې وورېدې او ډېره مرګ ژوبله راپېښه شوه. پس تر دې د حيات شېرپاؤ د مرګ واقعه پېښه شوه او نېشنل عوامي پارټي (نېپ) د حکومت لۀ خوا غېرقانوني اعلان شوه.

دَ ارباب سکندر د جمهوريت سره مينه د دغه خبرې نه هم څرګندېږي چې سره ددې چې نېپ د يو ډي اېف ملګرې وه خو چې کله د پاکستان د اساسي قانون جوړېدو خبره راغله نو ټول مخالفتونه ئې هېر کړل او د ائين د جوړولو مرحله کښې ئې ډېر پۀ درنښت ګډون وکړو. خلک خو وايې چې بوټو دې ملک لۀ ائين ورکړی دی؛ خو کۀ چرې د نېپ مشرانو لوی زړۀ نۀ وی ښودلی' نو د اسمبلې کورم به نۀ ؤ پوره او دغه ائين بۀ هېڅ وخت نۀ وی جوړ شوی' نو کۀ پۀ رښتيا وکتی شي' نو پاکستان لۀ وړومبنی پوره ائين نېپ ورکړی دی، بوټو نه.

ارباب صېب دوي د 1973 ء پۀ ائين کې يوه برخه د ملک سره د غدارۍ خلاف سزاګانو له ټاکلې وه. هم ددغه برخې د قانوني اختياراتو لاندې د بوټو حکومت پۀ ارباب صېب، ولي خان او نورو څلور پنځوس کسانو پۀ دروغو د حېدراباد سازش کېس جوړ کړو او ټول مشران ئې بنديوان کړل. دغه سازش کېس هله خلاص شو چې ضياءالحق پۀ خپلو فوجي بوټانو يو ځل بيا د پاکستان د ډېموکراسي سر چپړيت کړو.


يو ساده انسان:

ارباب سکندر خان خليل سره د دومره پوهې يو ساده کليوال ؤ او د ژوند ژواک طريقې یې ډېرې ساده وې. خپل يو زوی يې ؤ؛ د عبدالوهاب پۀ نوم چې پۀ کال 1970ء کې د ناروغۍ لۀ سببه وفات شو.

ارباب صېب د ښځو د تعليم ډېر طرفدار ؤ. د خپل ورور او زموږ د پښتنو د تاريخ د يو بل اتل خدای بخښلي ارباب محمد همايون خان خليل لوڼو او ځامنو باندې یې د نوي عصر مطابق تعليمونه وکړۀ. ارباب صېب به وئيل چې ښځې زمونږ د ټولنې پنځوس (50) فيصده ابادي ده، کۀ چرې موږ پنځوس فيصده ابادي بې تعليمه او جاهله وساتو نو چرې بۀ هم مخکې لاړ نۀ شو.


شهادت:

ارباب سکندر خان خليل د 7 مارچ کال 1982 ء پۀ سحر د کور نه پياده واک کولو دپاره روان ؤ چې يو بدبخته بنيادپرست پرې ډزې وکړې. هم پۀ هغه ځای کې یې ساه ورکړه او شهيد شو.

انا لله و انا اليه راجعون.

پۀ دغه وخت د کلي يو کروندګر چې نوم يې وارث خان ماما ؤ، پۀ خپلو سترګو دغه واقعه وليدله او قاتل پسې ئې منډه کړه. قاتل پرې څو ځله ډزې هم وکړې؛ خو وارث خان ماما، الله پاک د دې قاتل د لاسه د مرګ نه وساتلو. اخر چې د قاتل پۀ تماچه کې ګولۍ ختمې شوې نو راګېر شو او پوليس ته پۀ لاس ورکړے شو.

پۀ مخامخ خو د ارباب صېب شهادت يوه وړه خبره ښکاري چې هغه د برتاکال د کلي جوماتونو کې بنياد پرست او دهشتګرد ملايان نۀ پرېښودۀ؛ خو اصلاً دغه ورځو کې امريکه، غربي ملکونو او عربي شېخانو دغه فېصله کړې وه چې روس سره به پۀ افغانستان کې جنګېږي او د پاکستان فوج ورله پۀ دې مشن کې هم لاس ورکړے ؤ. دې ټولو طاقتونو دغه نۀ خوښول چې د پښتنو پۀ سيمه دې داسې خلک ژوندي وي چې پښتانۀ ددې نه منع کړي چې د بل پښتون د وينې تږی دې شي.

د ارباب صېب د شهادت نه يوه مياشت اګاهو هم د دوي پۀ اوجره کې يو بم رااچولی شوی ؤ' چې د ارباب صېب کشر ورور ارباب همايون خان خليل پکې ژوبل شوی ؤ او دوه ورځې یې پۀ هسپتال کښې تېرې کړې وې.

د ارباب صېب د شهادت پۀ کال هيومن رائيټس سوسايټي اف پاکستان هم يو مېډل ارباب صېب ته ور ډالۍ کړو. د ارباب صېب شهادت نۀ صرف د برتاکال او د خليلو د علاقې لپاره يو لوی زيان ؤ بلکې د ټولو پښتنو او د پښتو لپاره يو لوی نقصان ؤ. د ارباب صېب ځاے به پۀ کلونو څوک پوره نۀ کړي. پۀ دي موقعه د نواب علي يوسفزي يو څو ټکي راياد شو چې پۀ خپل يو ليک کښې ئې وئيلي دي:

“نمر سپوږمۍ پۀ خپل مدار کې يو شان روان دي، زمکه او اسمان قائم دي، کائنات د الله پۀ قدرت چلېږي، پۀ دنيا کې هره ورځ ګڼ شمېر کسان پېدا کېږي او پۀ يو لوی شمېر پکې د مرګي غېږې لۀ ځي. ډېر خلق د ځمکې غېږه کې اودۀ شي او فنا شي او ډېر داسي خوشبخته انسانان هم وي چې پۀ جسماني لحاظ د دنيا نه فنا شي؛ خو پۀ روحاني توګه ژوندي وي او ژوندي داسې وي چې د هر چا پۀ خولۀ وي، هر څوک ئې يادوي.”

ارباب سکندرخان خليل شهيد هم د پښتنو د سيمې يو داسې ځلانده ستورے دی چې تر کومه د پښتو ژبې او پښتنو يو ماشوم هم ژوندے وي نو د ارباب صېب نوم بۀ د خلقو پۀ خولۀ وي او يادېږي بۀ.

***

نوټ: دا مضمون د نن نه پوره لس (10) کلونه وړاندې يعنې کال 2011ز کې د “پښتون” مجلې پۀ پاڼو د ارباب سکندر خان خليل پۀ ياد کې خپور شوی ؤ. يو ځل بيا “پښتون” مجلې د خپلو لوستونکيو لپاره د ارواښاد ارباب سکندر خان خليل د يو کم څلوېښتم تلين پۀ موقع چاپ کوي. موږ دلته د ځوان ليکوال ارباب داؤد هم مننه کوؤ چې دا زيار یې باسلی ؤ.

©



Arbab Sikandar Khan, Yaw Malang Aw Darwesh Governor NWFP. Who Is Who Pashto. Pashto who Is Who Blogs. Arbab Sikandar Life Story. Life, Story And Struggle Of Arbab Sikandar.  Pashto Times Pashto Pedia.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso