Bakhshali Manuscript. Pashto Info About Bakhshali Mardan Manuscript.
By Almas Khan.
بخشالي مېنوسکرېپټ
ګندهارا (پښتونخوا، افغانستان) نړئ ته ډېر څه ورکړي. په دې کې د ټولو نه لويه ډالئ د هندسو يا شمېرو ده. د صفر نه تر نهه پورې هندسې د ګندهارا وتن ايجاد دې. د دې هندسو نه بغېر هر حساب کتاب ډېر ګران شي. په ماډرن سائنس کې د حساب کتاب د پاره سائنټېفک نوټېشن استعماليږي. سائنټېفک نوټېشن د لس د پاور په بڼه ليکل کېږي. د ګندهار د هندسو نه بغېر سائنټېفک نوټېشن نه جوړېږي. د سائنټېفک نوټېشن نه بغېر د سائنس پېچيده حساب بېخي ګران شي. د سائنسي جساب کتاب نه بغېر سپوږمئ ته تلل نه شي کېدې. مېتهمېټېکس کول زړه چاودون شي. د کمپيوټر جوړښت خيال پاتې کېږي.
د نوي دور سائنس که اډاڼه ده نو د افغان وتن هندسې يې بنياد دې. بې بنياده عمارت خو سمون نه کا.
د صفر په ګډون د يو نه تر نهه پورې هندسې ښکاره په ننداره د بخشالي مېنوسکرپټ برخه دي چې کم نه کم اولس سوه کاله پخوا د پښتونخوا په خاوره ليکل شوې دې. کم نه کم ځکه چې بخشالي مېنوسکرېپټ ګڼې لهجې کاروي او دسې ښکاري چې دا تېرو دوه زرو يا زياتو کلونو د زيار نتيجه وي.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.