Battle of Chamla Buner Swat. History Of Bunir Swat And Chamla War
بونیر ،د چملہ جنگ ،د بونیر تاریخ،
تحریر ،شمس بو نیری،
د سوات د میاں ګل عبالودود او د تينول د نواب تر مينځ په چمله کې جنګ وو چې د ملکا عبدلجبار شاه باچا د تینول د نواب ملګرې وو د تینول نواب د سورا کلې قبضه کړې او د کلی خلق د تینول د نواب صیب ملګری وو خونړې جنګ وو او ښځو به په ټپو کې وې
لاړ شئ د سوات مياں ګل ته وايئ
مړي به ډیر وی کنه نور دراوليګمه
جنګ روان وو د سوات مياں ګل سپه سالار او مشر وزیر چې مياں ګل بیا وروستو موزير کړه او د سوات نه يې اویستلو په دغه وخت دواړه د فوځ سره د تینول د نواب په مخالفت جنګ له راغلي وو نو بیا به دا سندرې ښځو ويیلې
په چمله جنګ دے
سپه سالار او وزیر فوځ سره ځينه
په چمله جنګ دے
تینولې توپې خلاصوي مياں ګل ترې تنګ دے
په چمله جنګ دے
دمندڼو تاريخ د صوابۍ د خاوري نه د راغلو خلقو اباد کاري ده خو چا لا سم تاريخ لیکلې نه دې محترم فانی کمال زي صیب ته خواست کوم چې د مڼدنو دا تاریخ د تحقيق په بنياد د ژورې مطالعې سره اولیکه پدې خاوره کې د چنګلۍ په لار د ملکا د وهلو د پاره فيرنګې راغلې جنګیدلې دے دلته په پوره سوات عبدلجبار شاه باچا څلور کاله باد شاهی کړې ده دلته پدې امبیله کې د فېرنګی به ضد تود پوخ جنګ شوې ددې جنګ مشری يې د ملکا یو باچا کوله او د امبیلې ګیدړان یې د فېرنګيانو په غوښو ماړه کړي وو
د ملندرۍ په جنګ کې د چملې د شهیدانو نومونه شته چې د اکبر باد شاه فوځ ته يې ماتې ورکړې وه امبیله ځکه امبيله ده چې دلته به د یو حلال څاروی په شکل کې يو د ګډ په شان څاروې وو چې د یو ښکر د پاسه به دوه درې ښکرونه یې لرل او اکبر بادشاه به دلته ددغې ځناور د ويشتو د پاره راتللو پکارده چې تاريخ ورک نه شي دا قامی امانت دے او د پوهانو کار دا وي چې خپل نسل ته زوړ تاريخ میرث کې پریږدي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.