First Primary School In Khadagzo, Mian Brangola Chakdara Dir Lower.
د سيمې اولنے سکول........
د خادګزي سيمې اولنے معروف نوم بړنګولۀ وۀ......کوز کلے کوزه بړنګوله،برکلے مېنځ بړنګوله،او بره برنګوله ،ميا بړنګوله وۀ....د سمه راڼيزي او تالاش يا د غرونو خلک ورته وس هم سوات يا کوز سوات وائی....دا د رياست سوات خاوره وۀ....د برطانئې په زمانه کې د پورې غاړو خانانو په ولقه کې وه......بيا پرې د جندول د عمراخان غازي څو کلونه حکومت وه......
د مياګلانو صاحبانو ،او سيدو غوث هم دلته ډېرې خبرې شته چې هغه جدا موضوع ده،،،،،په کال 1922 کې خادګزي سيمه د دير د شريف خان يا چاړه نواب په رياست کې شامل شو.....
د کال ۱۹۲۶ نه تر کال ۱۹۶۰ پورې دلته د شاجهان نواب يا د هغۀ د پلويانو راج وۀ......وئيلې شي چې د شاجهان نواب نه دلته د انګريز د خان بهادرانو واکمنې په هر لحاظ ښه وه.......چې کله شاجهان نواب رياست پاکستان پورته کړو...... د سرکارې کاغزاتو ،سائينډ بوډونو په زريعه د سيمې نوم خادګزي وځليدۀ....په ديګان خادګزي کې اتمانخېل قوم په کال ۱۹۶۲ کې په قوميت يو سکول تعمير کړو چې د سيمې څه چې د ډېرو سيمو اولنے يا په اولنو سکولونو کې شامل دے
۔۔په بړنګوله کې هم کوز جومات د مکتب کردار ادا کولو......هلته د سوات تلاوت استاد معليم وۀ.....او په ديګانو کې د درګۍ علاقې سلطان خلقيار صېب او ورپسې د تازه ګرام مولوي زبير صېب معليمان وۀ.....زير نظر تصوير د هغه سکول دے چې هسې يوه ورثه پاتې ده....
په حوالو برټش رپورټس
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.