Maulana Fazal Mehmood Makhfi Kalam. Khudai Khidmatgar Shayeri
زه د قام په غم ژوندے یم
دغه غم می په زړه تل وی
په ځیګر سوے له دی یم
سر کښې اور می دې نه بل وی
خدایه داسی ژوندون راکړی
چې می زړه کښې غم د قام وی
په دے غم کې لیونے وی
دغه غم په ما بار تل وی
خدایه داسی وخت به راشی
چې زمونږ جهاز به هم وی
لکه باد به په هوا شي
په ترخو اوبو به سم شي
زه به خپل جرنیل پسې یم
په دښمن به داو کول وي
فضل محمود مخفی صیب
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.