Qayum Khan, PPP Govt, NAP,JUI, Girls Of Peshawar University and Ali Khan. By Zahid Hussain
کله چي زمونږ په صوبه کي د نيپ او جمعيت حکومت ړنګ کړلي شو او بيا پيپلز پارټي او قيوم ليګ ګډ حکومت جوړ کو . نو د هغه صوبائى حکومت ځنى وزيران د پيښور يونيورسټي ځنى سټوډنټانو ته فرمائش کړي وو چي د پوهتون جينکي ورته سپلائى کي
دغه وخت على خان وائس چانسلر وو . دغه سټوډنټانو على خان اعتماد کي واخيستو . دغه هلکانو منسټرانو ته اوئيل چي بندوبست شوي دي او راځئى .منسټران ئي کمره کي کينول او د بهر نه ئي ورپسي کونډه اولګوله . کمره کي دننه بله کمره وه چي پکي على خان سره د يو غټ ډانګ ناست وو . على خان د منځ دروازه خلاصه که
دغه منسټرانو ته ئي ډانګ اونيولو هغوى دروازي خوا ته منډه کړه خو دروازه د بهر نه کونډه وه . بيا په کهړکو او روشندانونو د يو بل د پاسه ختل او ځان ئي د ويستلو تکل کولو . خو دريواړو ښه وخل خوړلى وو .
بيا په صوبائى اسمبلي د جومات اسلامى ممبر ډاکټر يعقوب د پوښتنه اوکړه چي فلانکي فلانکي وزير دي وضاحت اوکړى چي دوى پوهتون ته څه د پاره تللى وو . او على خان دوى ولي وخلى وو .
دغه وزيرانو بيا اوئيل چي على خان مو په ژوند کي چيرته ندي ليدلي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.