Who Was Qayum Khan? Politics Of Qayum Khan Chief Minister NWFP.
By Zahid Hussain.
د شملي کانفرنس نه ورستو قيوم خان خپل يو بيرسټر ملګرى ته اوئيل چي ماته ښکارى هند تقسميږى او پاکستان جوړيږى . مسلم ليګ سره په صوبه سرحد نني پښتونخوا کي د کار څوک نشته زما د پاره يو ډير خه چانس دي چي زه مسلم ليګ ته ولاړ شم . په دغه لالچ کي هغه خدائى خدمتګار تحريک پريخودو او مسلم ليګ ته ولاو . داسي خلق هيس سياسى نظر فکر او اوصول نه لرى د خپل دغه لالچ د پاره نه صرف د خپل ضمير سودا کوى بلکه د هر کس و ناکس خوشامندي او چاپلوسى هم کوى . او دغه لالچ کي هيس قسم ظلم نه هم نه ورستو کيږى
په مسلم ليګ کي ګډون نه پس په صوبه کي د خدائى خدمتګار اکثريت باوجود د يو غير ائينى لاري په درغلي سره د صوبي وزير اعلئ شو . او بيا په اقتدار کي د پاتيکيدو د پاره د جناح په ذهن کي د خدائى خدمتګاره په اړه غلط فهميانى پيدا کړي که دوى چرته يو شى نو زه خو به بيا نه تين کي يم او نه تيره کي . او د دي نه پس ئي بيا د ظلم انتها اوکړه او د خدائى خدمتګارو په احتجاجى غونډه ئي ګولي اوورولي چي پکي کم وبيش شپږ سوه کسان شهيدان شول او نور ډير ټپيان شول
قيوم يو کتاب هم د ګولډ اينډ ګنز په نوم ليکلي وو . چي پښتون نه څوک په ټوپک يرولي شي او نه د پښتون ايمان او ضمير خريد د سرو په بيه کولي شى . خو چي کله ورته کرسي په لاس ورغله نو کار ئي پخپل کتاب باندي بنديز نه پيل کړو . چي دغه کتاب کي ما غول خوړلى وو . او هغه غول ئي بيا په خپله ژبه اوڅټل
د پاکستان په سياست کي وو . يو ځل ئي درويش ميله اوږد جلوس هم ايستي وو . خو چي ايوب واک تر لاسه کړو او نور بلا سياستدانانو سره ئي دي هم په جيلونو کي دننه کړل نو دغه قيوم چي مسلم ليګيانو ورته د سرحد زمري وائيلو په درويشت انچ کاغز باند معافى نامه لاس ليک کړه چي زه د جيل سختياني نشم برداشت کولي زما وجود کي بيشميره بيماري دى . او چي د اوښ پل ئي جوړ کړو . او د سياست نه ئي توبه کړه نو ايوب د جيل نه خوشي کړو
خو بيا لس کاله پس چي د ايوب اقتدار په تندکونو وو . نو واپس ئي تود سياست ته راودانګل .حالانکه عمر ئي هم لس کاله زيات شوي وو.خو بيا ناروغه نه وو . او چاق و چوبند ګرځيدو
کله چي د 1970 اليکشن نه پس بهټو د زان سره حکومت کي د کورني چارو وزير واحيستو نو يو ژرنالسټ ورته اوئيل چي په سياست کي خو ته د بهټو ډير غټ ناقد وي نو ورسره حکومت کي ولي ګډ شوي . دومره بيشرمه وو . ويل زما د بهټو سره د کرسي جنګ وو . کرسي راته ملاو شوه نو جګړي هم سر اوخوړو . دومره غټ شطان وو . چي د بهټو او نيپ تر منځه زياتي بدګمانيانى هم ده پيدا کړي وى . بيا چي کله د بهټو خلاف تحريک شورو شو نو د پيښور په يو جلسه کي اوئيل چي ما بهټو د صابون په لوند غر اودرولي دي بس يو سپکه غوندي ديکه ورته اړتيا لرى
کله چي ضيا حکومت تر لاسه کړو او د قومى اتحاد ځنى ګوندونه د ضيا حکومت کي شامل شو نو قيوم يو اخبارى بيان کي ګيله اوکړه چي زما صحت ماته اوس هم د ملک او اولس خدمت کولو اجازت راکئى ضيا زه هسي د حکومت جوړلو په وخت هير کړم
د اقتدار داسي لالچى انسان د هر حد نه تيريګى
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.