Skip to main content

Why People Learn Languages? Why Learn Pashto Language?

 Why People Learn Languages? Why Learn Pashto Language? 


خلق نورې ژبې ولې زده کوي

محمد علي ديناخېل

د نورو ژبو د زده کولو يو شمېر وجوهات به تاسو ته هم معلوم وي ۔ يو څو وجوهات به دلته وليکم چې خلق ولې نورې ژبې زده کوي ۔ خو په دې هفته کښې راته د هنګري يو ارکيټيکټ انجينير (چې په دې عکسونو کښې يې تاسو ليدلے شئ) او يوې المانۍ پېغلې د پښتو ژبې د زده کولو داسې عوامل وښودل چې زۀ يې حيران هم کړم او ډېر پرې خوشحاله هم شوم ۔ راځۍ چې اول هغه عام محرکات اوګورو چې د هغوي په وجه خلق نورې ژبې زده کوي ۔ په نورو ژبو کښې د نورو علمونو د زده کولو د پاره ، د مختلفو ژبو د ويونکيو په کلتور او تاريخ ځان د پوهه کولو د پاره، د دفاعي نظام د مضبوطولو د پاره ، په يوه ټولنه کښې ځان د ضم کولو د پاره او د يواځي والي نه ځان د ساتلو د پاره، په يوه ژبه کښې د روزګار موندلو دپاره، د يو مذهب د تبليغ د پاره، خپل کاروبار ته د ودې ورکولو د پاره، د مختلوخلقو په باره کښې د مثبت رويې او د تعصب د کمولو د پاره، د تخليقي صلاحيتونو د ودې د پاره، د کميونيکېشن سکيلز د تېزولو د پاره، نورو هېوادونو ته د سفر کولو د پاره، د سفارت کارۍ د پاره، په نړيوال اقتصاد کښې د برخې اخستلو د پاره، د خپلې ژبې او کلتور د غني کولو د پاره، په انساني فطرت د پوهېدلو د پاره، د ټولنيزې هم اهنګۍ او برداشت د زياتولو د پاره، د وېرې او د بد اعتمادۍ د ختمولو د پاره، د زېبا هنرونو د ودې د پاره، په څېړنيز کار کښې ځان يو اصلي ماخذ ته د رسولو د پاره، د مهاجرت د پاره، په ټيکنالوجۍ د ځان پوهه کولو د پاره، په قانون د ځان پوهه کولو د پاره،او د اعلي تعليم او تحقيقي د پاره  خلق نورې ژبې زده کوي ۔



په دې عکس کښې دا نولس کلن ځوان هلک چې لازلو نوميږي د هنګري اوسېدونکے دے او په ايټاليا کښې د ارکيټيکټ انجينئيرنګ سبق وائي، د ډېر وخت نه د پښتو د زدکړې د پاره زما سره په رابطه کښې وۀ په دې اونۍ کښې زما د ليدلو د پاره برلن ته راغے ۔ په خبرو خبرو کښې مې ترې تپوسونو اوکړل چې پښتو ولې زده کوي نو راته يې ووئېل چې په پوهنتون کښې به مې اورېدل چې کوم افغان مهاجر د ترکي نه يورپ ته راځي نو په سربيا او نورو هېوادونو کښې د ډېرو تکليفونو سره مخ وي او هر قسمه مرستې ته اړتيا لري ۔ وئېل چې خپل يو مقامي تنظيم مو جوړ کړو او دغه کېمپونو ته به تللو او د افغان مهاجرو مرسته به مو کوله ۔ زما د پوښتنې په جواب کښې چې په دغه مهاجرو کښې خو د نورو ژبو خلق هم وي نو بيا تا پښتو ولې زده کول شروع کړل ولې نه نورې ژبې هغه ووئېل چې پښتانۀ ځوانان راته ډېر د همت او حوصلې وړ ښکاره شول ۔ ډيرې سختې به پرې تېرې شوې خو حوصله به يې نه بائېلله نو د دوي سره په مينه کښې مې خپل خدمات صرف دوي ته وقف کړل او پښتو زدکړه مې شروع کړه ۔ د يادونې وړ ده چې دے خپله د انجينئيرۍ سبق وائي او انجينير به جوړيږي خو صرف د خلقو د خدمت جذبه صرف هغه محرک دے چې دے يې پښتو ژبې زده کولو ته مجبور کړو۔  

يو دوه هفتې مخکښې په پوهنتون کښې د پښتو د زده کونکيو طالب علمانو سره مې يو نشست وشو ۔ په دې کښې د پښتو ژبې د زياتو زده کونکيو لامل پښتو د روزګار د پاره زده کول وو خو يوې المانۍ پېغلې ووئېل چې زۀ پښتو ځکه زده کوم چې د يو پښتون هلک سره مينه لرم او غواړم چې هغه خپل کړم او د هغه سره مينې زۀ مجبوره کړم چې پښتو زده کړم ۔ د يادونې وړ ده چې د پښتو د زده کونکيو په دغه کلاس کښې دغه پېغله تر ټولو قابله هم وه او پښتو ورله ښۀ ورتله ۔

نو پته اولګېدله چې ژبې يواځې د روزګار د پاره نۀ وي خو خلق يې د خدمت او مينې محبت د پاره هم زده کوي ۔



Why People Learn Languages? Why Learn Pashto Language?  Why People Want To Learn Pashto. Pashto Language Learning. Learning Pashto Languagr. Pashto

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso