Atta Muhammad Noor Taking Fatiha Of General Zia Ul Haq In Takhar Afghanistan. Pashto Times
تخار، افغانستان، ١٩٨٨
د افغانستان د جمیت اسلامي د جها دي تنظیم قومندان عطامحمد نور د جنرال ضیاالحق د فاتحې اخیستلو پر مهال...
جنرال ضیاالحق (۱۹۸۸-۱۹۲۴م) پوځي دېکتاتور او سیاستوال وو چي د کودتا له لارې یې لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو له مخه چپ کړ او بیا ېې پاکستان ته د خیانت په تور په دار وځړاوه. د مارشالا په اعلانولو یې په واک منګولي ښخي کړې او د سوچه اسلامي نظام او شرعي قوانینو د پلي کولو په موخه میدان ته ووت.
ضیاالحق مدني آزادۍ بندي او د مطبوعاتو سانسور زیات کړ. هغه د دیموکراتیکو بنسټونو د کمزوري کولو او سختو شرعي قوانینو په پلي کولو، تر نیوکو لاندي وو. ضیاالحق او ملګرې یې و نه توانېدل چي فقر، سیاسي او ټولنیزو ستونزو ته حل لار ومومي. د هغه شعار د ریښتینو اسلامي ارزښتونو بیا را ژوندي کول وو. په کراتو یې د ټول ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه کړې وه، خو د عمر تر پاېه ېې عملي نه کړه. جنرال ضیاالحق او پاکستان کي د امریکا سفیر د ۱۹۸۸م کال د اګست په میاشت، هوا کې د الوتکې د چاودنې له کبله ووژل سول.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.