Skip to main content

Ghazal Of Amir Hamza Khan Shinwari. Hamza Baba Pashto Ghazal.

Ghazal Of Amir Hamza Khan Shinwari. Hamza Baba Pashto Ghazal.



غزل : حمزه بابا 


ياره  چې  اسمان  ته   دې   باڼۀ   ګوري

 سترګې دې زما په مخ کښې څۀ  ګوري


غل  د   محبت    غلطېدې    نۀ       شي

څوک چې په محفل کښې چاته نۀ ګوري


شونډې دې خواږۀ  خواږۀ   ستونه کړي

سترګې  دې    اشنا  ولې    کاږۀ    ګوري  


 ښکلے  نظر  ستا     چې  بې   قراره دے

زړۀ ترې نه ورک شوے دے که زړۀ ګوري

 

سترګې  چې د  سترګو په لار زړونه وړي 

څوک  د تورې  شپې  به چرته غلۀ ګوري  


زۀ  حمزه  په زړۀ  هم   ورکتې  نۀ   شم 

څۀ  پرې  کۀ  اشنا   مې  په  لېمۀ  ګوري



Ghazal Of Amir Hamza Khan Shinwari. Hamza Baba Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal, Pukhto Shayeri, Pashto New Poetry. Pashto Ghazal Of Hamza Baba. Pashto Pedia Pashto Times, New Pashto 22

Comments