Pashto Translation Of Short Arabic Story. Arabic Pashto Qessa
د عربي ادب نه.... (عربی ادب سے ماخوذ)
ـ
یؤ ماشوم وارېدل چې مور ئې د ګاونډیانو نه مالګه غواړي ـ هلک تپوس وکړو،
مورې..! ما خو تېره ورځ د مالګي لویه پوڼۍ راوړي وه ، تا بیا ولې ګاونډیانو نه مالګه غوښتله؟
مور ورته ووئیل:
بچیه ! دا غریبانان خلق دي کۀ مونږ ترې څۀ ؤ نۀ غواړو ، دوي به وائي چې زمونږ څۀ ته ئې ضرورت نشته ـ مالګه ترې ځکه غواړم کۀ سبا ئې څۀ پکار شي چې شرمیږي نۀ اؤ په ډاډه زړۀ راځي ـ
/
ژباړه ـ عدنان خیالي
ـ ۲۰۲۰
(د اخبار پۀ یوه ټوټه مې دا لیک لوستے ؤ خوښ شوے مې ؤ، لږ لږ مې هېر هم دے)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.