Skip to main content

Azam Swati Sex Video Released. Why Azam Swati Video Leaked?

Azam Swati Sex Video Released. Why Azam Swati Video Leaked?


اعظم سواتي د سیاسي نظر سره اختلاف کېدې شي خو د ېو سیاست مدار او پارليمان د غړي دومره سپکول د هيچا حق نه دې .

زه ېوه بله خبره کول غواړم او هغه دا چې داسې سپکاوې په سیاست کښې ولې کول شي ېو وخت کم جرنېل کرنېل چا داسې سپک کړو ؟  هره ورځ سیاسي خلک ولې بدنامول او رسوا کول شي ؟ هره توره بدنامه په سياسي خلکو ولې تپل شي ؟   او ددې مستقل حل څه دې ؟

ړومبې دا چې د اعظم سواتي سره  چې څه شوي دا ډؤل کارونه هيڅ ړومبې او آخري نه دي که د خدائي خذمتګارو او مارشل لا د دور داستانونه مو اوکتل نو ټول عمر به د سیاست نوم وانخلې ،  بېا که د بنګال ، بلوچو ،او ،پښتنو ، تاريخ تر اوسني پوځي عملياتو پورې که په لنډ وخت کښې اوکتل شي نو دا خلک ددې رسوايانو سره په حېث د قام مخ دي خو د بده مرغه څوک خبر نه دي  د بنګال په اړه وائل کېږي چې شپږ لاکه تور سرې رسوا کړې شوې وې خو بېا انجام آخر څه شو ؟  ، لامل ددې خبرو د ړومبې ورځې نه دادې چې غېر سیاسي او غېر جمهوري قوتونو ته په سیاست کښې تر نن ورځې پورې د لاس وهنې اختيار او موقعه ورکړل شوې په نړۍ کښې چې کم ځائې هم وسلوالو ته وخت او موقعه په واک کښې ورکړل شوې هم داسې شرمول ئې کړي ، د پاکستان دننه که د مارشل لا او نيم مارشل لا تاريخ اوګورئ نو همېش ځنې داسې خلک په سیاست کښې دننه کړل شوي چې هغوئي باقاعده پوځيانو او جرنېلانو ته د واک بلنې  ورکړي ليکونه ورته کړي چې تر نن پورې دغه قيسه ښه ښکاره راروانه ده.

دا رياست که څوک ساتل غواړي او دداسې شرمونو مخ نيوې د قام او سياست مدارو سره کول غواړي نو ددې لپاره به  ټول لوئي سیاست مدارو له خپل مېنځ کښې کېناستل غواړي عمران نيازي دې هم پدې غوږونه خلاص کړي چې دې ځان له هيڅکله ددې هېواد مسائل نشي حل کولې تر دې چې نور دې خپل خاص خلک هم د داسې رسوائي نشي بچ کولې ، کم څه چې اوشو ېا سیاست مدارو چې د غېر جمهوري قوتونو ېا د اسټېبلشمنټ په وېنا د عمران نيازي پورې ېو بل سم سپک او لغړ کړو عمران نيازي هم ښه په جار دا لس کاله غېر جمهوري قوتونو اوکارولو  ددې قيسو نه دې نور تېر شي ، د هېواد دننه سره د پښتنو بلوچو د ځانګړي ستونزو د حل او د اسټېبلشمنټ د سياست نه د تل ګوزارلو لپاره دې ېو مهم ،سياسي ميثاق ، اوکړل شي د مرکز سره دې صرف ، خارجه ،دفاع ، او کرنسي، پرېږدي او نور دې مرکز بيخي بې واکه او صوبې د اتلسم آئيني بدلون دنور ميثالي کولو په رڼا کښې مضبوط کړې شي  که داسې اونه شي نو مسله سیاست مدار نه اسټېبلشمنټ دې هر ېو سیاست مدار به هم دغه شان نور هم وخت په وخت ژړاګانې کوي خو بچ کېږي به ېو هم نه.


مولانا خانزېب...




Azam Swati Sex Video Released. Why Azam Swati Video Leaked? 

Azam Swati Alleged Faisal Naseer A Pakistan Army General For Filming Sexual Videos Of Him While He Was Staying In Judicial Complex At Quetta.  

FIA Forensic Report tells That Azam Swat Video Is Fake with Help Of Deep Fake Tech.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso