Skip to main content

Sheen Khalai. Sheen Khal, Tattoo by Pashtun Women.

Sheen Khalai. Sheen Khal, Tattoo by Pashtun Women. Latif Yaad Pashto Blog



محترم اګر چه پښتانه ایسټرن ایرانین نسل دے خو د برصغیر اوسیدوتکی دي.او دی علاقه ته ګندهاره واي چه د پښتنو اصل ټاټوبے دے.ګندهارا خلق بنیادي طور یا خو هندوان وو او یا د بدھ مت منونکي وو. د پښتنو اصل او بنیاد هندو دے.د دوئ تاریخ ریګ وید او اویستا دي چه دا د هندوانو او د زرتشتي مذهب منونکو دواړو ډلو مذهبي کتابونه دي.په مخ او لاسونو خال جوړول د هندوانو د زرګونو کالو پخوانے ثقافت دے.او چه برصغیر کښی هر څومره لوی او واړه قامونه اوسی نو خال جوړول د دغه ټولو قامونو د ښځو دود دستور دے.


دپښتو دفولکلوري شعرونو په لړکې لنډۍ( ټپه)دټول بشریت دفلکلوري شعرونو دسترې شتمنۍ یوه برخه ده. دلنډیو ستر اهمیت په دې کې دی چې دهغه سندریزه ځانګړتیا په ټولو شعرونو او سندرو کې ساری نلري .

دپښتو لنډیو لمن خورا پراخه او ارته ده. په لنډیو کې دطبیعت ټولو پدېدو ته ځای ورکړل شوی دی.په پښتو لنډیو کې نه یوازې ښکلااو ښایست ، سپوږمۍ ، ګل ، بلبل،عاشق او معشوقه ستا  یل شوي دي ، بلکې دښکلا او ښایست نورو نښو او  بېلګو ستاینه هم  شوې ده   چې په ښکلا او ښایست کې مهم رول لوبوي.

 په لاندنیو  پښتو لنډيو ( ټپو )  کې دزنې او خال  یادونه شوې  ده : 

ورانه دکور کلي یاري کړې  

دزنې خال مې دیوالو وسولاونه

خالونه واړه دي خالونه

د زنی خاله لیونی دې کړم مینه

خال ېې په غونډه زنه کیږده

بیامی ورپریږده چې یې ښکل کړمه  مینه 

خدايه د مور يې ورته پام کړې

 چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه

په زنه درې خالونه کېږده

لکه هندۍ په‌ ټنډه مه‌ وهه خالونه

که دې شرابو ته زړه کیږي

زما په زنه خولې ډنډ ولاړې دینه

جانانه ته مې غولولې

خال مې دخامونيلواېښی وران به شينه

جانانه پاڅه ماته ګوره

شين خال پرزنه سلامي ولاړه يمه

تاچې شین خال په زنه کېښود 

 مادکفن پیسې په پور راوړې دینه

دزنې خال دې مجلسي دی 

 دتندي خال دې مرورپخلاکوینه

خال يې په غونډه زنه کېده 

 بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه!

خالونه ټول دمخ خالونه

 دزنې خال دې مرور پخلا کوینه

دزنې خال دې مبارک شه 

 تا به دزړه له ډيرې مينی ايښی وينه

په زنه شنه خالونه کیږده

شونډو ته رنګ ددنداسې ورکړه مینه

 زما دزنې دسرخاله 

دآشنا ماله امانت به دې ساتمه

د کرونا وایرسه ورک شې!

اوس به د زنې خال په ماسک کې پټومه

جانان مې کټ کې مرور دی

د زنې سر پسې چاپېره ګرځومه

ملا تادي که اﺫان وکه

د ﺯنې سر مې جانان کندې وندې کړَنه

خالونه ټوله امیران دي

د زنې خاله نوکري به دې کومه

زنه دې ټینګه راته نیسه

زما شکرې دې مدام خوړلې دي نه

 د زنې خال دې داسې ښکاري

لکه په پيو کې لونګ پريوتي وينه

تر دېوال دوه ګوتي سر لوړ که

د زنى خال به دى دېوال و رژوينه

‏څو د مجلس یاران خبریږي

زما به یې زنه په ململ تړلي وینه

لاس دې  د زنى لاندې مه ږده.

ستا به عادت وى ما به ورک د ملکه کړينه

ما ليوني کارونه پرېښول

او تا په غونډه زنه بيا کېښول خالونه.

خالونه واړه سرداران دي

د زنې خاله نوکري به دې کومه

باڼّه دباد سره رپیږي 

جینۍ چې خال په زنه ږدي څوک به لرینه

مورې په زنه مې خال جوړکه 

په کلی څه کړې یوهلک خپه کومه 

سترګي یاقوت غاښ دي الماس دی

د زنې خال دې په هرچا اور لګوینه

  ملا په خداې به شي بانګ وایه

د زنې سر مې جانان کندې وندې کړنه.

  تر دېوال دوه ګوتي سر لوړ که

د زنى خال به دى دېوال و رژوينه

  ملا تادي که اﺫان وکه

د ﺯنې سر مې جانان کندې وندې کړَنه                                                                                                 ورکه دکور کلي ياري شه

د زني خال مې ديواله وسولاونه

  زني دې نېسم بس کړه مه ځه

مساپر یاره  زه منت درته کومه

 که مساپر شوي بيا به څه خورې

کور دي خوراک دی د لنډۍ زنی خالونه

يار مې روژه کې خولګۍ غواړي

عالمه راشئ د دين خونه ورانه وينه 

  د زنې سر يې خوله کې راکړو

قسم یې  راکړ چې مې وران نکړې خالونه

 د زنې خال دې داسې ښکاری

لکه په پیو کې لونګ پریوتې وینه

 چې مې ابۍ دادا خبريږي

ماته  به يې زنه په ململ تړلې وينه

 ﺯما په ﺯنه دي چاپ جوړ کو

بخېلې مور ته به ا وس څه بهانه کومه

  مخ دې کابل خال پېښور دى

ﺯنه دې کوټه کندهار راياده وينه

خالونه یو وي یا خو دوه وي 

جنۍ په زنه لکه مۍ کرلي دینه 

زما جانان ملي بیرغ دی 

تورې یې زلفې ،سرې یې شونډې ،شنه خالونه 

طالبه خدای که به ملا شې 

په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه




Sheen Khalai. Sheen Khal, Tattoo by Pashtun Women. Latif Yaad Pashto Blog. Pashto Blogs, Pashto Pedia Pashto Times, Pashto Learning, How To Learn Pashto Language. Kakaran


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso