پښتانۀ بني اسرائيل دي، يوه ډېره زړه نظريه ده ...چې دلته زمونږ پښتانۀ محققين ېئ د مغلو سازش ګڼي اؤ وائي چې نعمت اللّٰه هروي خپل کتاب "تاريخ خان جهاني و مخزن افغاني" هم د مغلو په وېنا ليکلے. خو دا ډېرو کمو حلقو ته معلومه ده چې له دې ؤړاندې هم دغه دعوه ابو سلېمان داؤد البناکتي په خپل کتاب "تاريخ بناکتي" کښې څۀ د 717 هجرۍ خواؤشا هم کړې ده. دغه دواړه د قېس عبدالرشيد ذکر کوي اؤ په دې ټينګار دي چې پښتانۀ بني اسرائيل دي.
په اوسنو وختونو کښې اسرائيلي محقق ايال بېري، په خپل پي اېچ ډي تهيسس
" Historiographical Aspects of the Pathans in Central Asia"
کښې هم دغه دعویٰ اعاده کوي. بل خوا د اسرائيليانو عاميانه تأثر دادے چې پښتانۀ د دوئي په ورکو قبيلو کښې يوه قبيله ده.
پښتانة اٰرين دي، بني اسرائيل دي اؤ کۀ يونانيان دي، دا داسی مهم سوالونه دي چې هر جواب کوونکے ېئ خپل تاويلونه اؤ دليلونه لري. خو د اٰرين "رګ وېد" نومې مذهبي کتاب چې د اٰرين د راتلو په وخت، دلته د کومو لسو قبيلو سره د جنګ ذکر کوي، په هغو کښې يوه جنګيالۍ اؤ بهادره قبيله پکهت يا بخت هم وه، کومه چې بعضې مؤرخين پخت يا پختون ګڼي. ياده دې وي چې د "رګ وېد" د ليک زمانه د 1000 نه تر 1500 قبل مسیح دہ۔ خو دلته دا نکته راجوتېږي، چې کله اٰرين وائي چې دلته پکهت يا بخت قبيله موجوده وه نو بيا خو پښتانه اٰرين نه، بلکې د دې ځاے ځائي خلق ثابتېږي.
په دې تصويرونو کښې چې د کوم قبر تصوير دے، دا د قېس عبدالرشيد يادؤلے شي، چې نن هم د کوهَ سلېمان په غرۀ کښې موجود دے.
دا ټول تحقيقونه بې ځايه نۀ دي، ځکه چې د اجتماعي ډي اېن اې په رپورټونو به دغه ټولې خبرې، ډیرې په اسانۍ فېصله شي ...اؤ دغه وخت لرې نۀ دے.
په درنښت،
ډاکټر مصطفیٰ کمال
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.