Skip to main content

Lyrics Of Pashto Ghazal Sung By Khyal Muhammad. Poet. Qalandar Momand. Arzo me zra ki pa salgo shwa ta ba kala razay

 Lyrics Of Pashto Ghazal Sung By Khyal Muhammad.

Poet. Qalandar Momand. Arzo me zra ki pa salgo shwa ta ba kala razay


آرزو مې زړهُ کښې په سلګو شوه تۀ به کله راځې

دَ صبر ساه مې په سکيندو شوه تۀ به کله راځې


ستا دَ راتلو دَ ځواني مرګ اقرار په طمع طمع

زما ځواني لاړه په تلو شوه تۀ به کله راځې


زما په زړهُ کښې دَ زخمونو چمن اوغوړېدهُ

بيا علامه دَ پسرلو شوه تۀ به کله راځې


ستا په کچه وعده مې ولې اعتبار کؤلو

اوګوره شپه په پخېدو شوه تۀ به کله راځې


چې دې زما په ژوند دَ نهُ راتلو قسم کړې ؤو

راشه اوس ساه مې په وتو شوه تۀ به کله راځې


روښانه ستورو ورله ستا دَ راتلو نخښه ورکړه

سپوږمۍ روانه وه تله ورو شوه تۀ به کله راځې


دَ قلندر دَ ارماني ژوندون علاجه مرګه

هغه خو اوس دَ نهُ راتلو شوه تۀ به کله راځې

Comments