Skip to main content

Deeway deewy makhama. Pashto Ghazal Lyrics By Mumtaz Orakzai. Singer Shaukat Swati.

Deeway deewy makhama. Pashto Ghazal Lyrics By Mumtaz Orakzai. Singer Shaukat Swati.

را وځي دې هر څوک نن له تهمته له الزامه

ډيوې ډيوې ماښامه!

زما او ستا په رنګ کښې دې شي رنګ دنيا تمامه

ډيوې ډيوې ماښامه!


هر خيال دې د مستۍ له سرحدونو اخوا واوړي

چې نوي ستوري راوړي

غرمې غرمې فکرونه دې له غرونو اخوا واوړي

چې سېوري سېوري راوړي

راپورته دې يو شرنګ شي د ستړيا له هره ګامه

ډيوې ډيوې ماښامه!


د ټولو اندېښنو سره مې بوځه مېکدې ته

ما پرې نۀ ږدې توبې ته

ما سرې سترګې ورغاړې باسه هرې تماشې ته

هم شپې ته هم هغې ته

دا جام له ما نه بيل نۀ کړې ما بيل نۀ کړې له جامه

ډيوې ډيوې ماښامه!


چې ويړې د وختونو دا راتنګې دايرې شي

لمحې دې نن خورې شي

کړۍ کړۍ دې ماتې همه واړه زولنې شي

چې شور شي او نغمې شي

ازاده دې دنيا شي د هر ډار له هره دامه

ډيوې ډيوې ماښامه!


مېده مېده باران دې د خمار وي تر سحره

هر څۀ دې شي سندره

هر ساز دې د ممتاز سره ورغبرګه کړي خبره

سندره بيا د سره

ټپه ټپه به ځو دوه ګامه وړاندې له خيامه

ډيوې ډيوې ماښامه!


ممتاز اورکزے

پښتانۀ شاعران



Deeway deewy makhama. Pashto Ghazal Lyrics By Mumtaz Orakzai. Singer Shaukat Swati. Pashto lyrics,  Pashto text Poetry. Pashto pedia, Pashto Ghazal Text. Learn Pashto

Comments