Skip to main content

Bacha Khan Baba Aw Sharab Nooshi.

 Bacha Khan Baba Aw Sharab Nooshi.

Faisal Faran Posts.

باچاخان او  د شراب نوشي تصور

ف ف فاران

...

زمونږ نيشنلسټانو ملګريو کښې اکثريت هم لکه د‌  لبرلانو شراب نوشي دخپلې مفکورې د روشن فکري سره تړلې لازمه ګڼي حالانکه داد سرمايه دارانه تهذيب ثقافتي لذت کوشۍ خاصه ده زه په دې هکله  ديو لوئر مډل کلاس د وګړي حېران شم چې څنګه‌ يو عوامي  انقلابي سوچ لرونکے کمېونسټ او دقام خواخوږی قوم پرست دميوجام کښې هرماښام  څلور پنځه زره روپۍ ډوبوي او دغه پيسې دقام يا اولس يادځان په ګټه نه تماموي. دمارکسسټو خو خبره واضحه‌ده‌ چې انفرادي ښېګړه نه اجتماعي انقلاب د هرڅه حل دے  نويوجواز يې ورته جوړ کړے دے 

خو شرابيان قامپرست هم شراب نه څښلو والو ته چڼے واي او خنداپسې کوي نو دارويه غېرفکري ده  حلانکه‌ سګریټ غوندې شراب څښل هم نفسيات کښې هغه بچګانه رويه ده چې دمور دتهي ردولو  لاشعوري ارمان او خواهش دے  اسد دانش  يوه پېره خبره کوله چې سائل صېب کابل کښې ځانه سره دتورو چايو پتې بېګ کښې وړي او هلته بيا پيو پسې ګرځي نو پېښوريان لکه ټول ماشومان دي پيو والا چائےخو لکه دمور خوا روده دي مونږخو  مور وړوکوالي کښې خوا نه لرې کړي خو تاسو ټول عمر پئ پئ کوئ نو داخبره يې د فرائيډين سايکالوجي له مخه شرابو باندې هم درسته ده. 

په دې هکله مې درې کسان داسې ليدلي چې هغو به روان محفل کښې کولاوو د کاګ الوتي بوتلو ګلاسونه‌ ګوتې نه وړې يو نظار لاله بل شيرين يار لاله ،ډاکټرصادق ژړک او بل کرن خان  نورهم بې شميره ملګري به وي خو دوي سره زما واسطه ډېره راغلې وه په دې هکله مې نن دباچاخان فکر وکاته نو حېران شوم چې هغه دا کشاله هم عوامي او قامي تناظر کښې کتلي ده او فکري طور رد يې ورته د پښتونخوا مقاميت سره پيوست کړئ بنده دلته حېران شي چې باچاخان څومره په باريک بين نظر لرلو ډاکټرخورشيدعالم خپل يو ليک کښې ليکي چې--

يوه ورځ په خبرو خبرو کښې مې ترې تېوس وکرو چې - بابا زمونږ څه مترقي قوم  پرست ملګري شراب څښي  - زه هم پکښې، شامل یم - مونږ دا سوچ کوو، چې په ترقي پسنده  قامي تحريک کښې  داڅه  بده خبره نده   هسې غواړم چې ستاسو  رائے پرې واخلم

بابا ساګ صفا کولو. بیا یی راته وویل بچيه په شرابو خو دوه‌ اړخېزه خبرې کېدے شي يو دمذهب په بنياد بل د‌مترقي قام پرستي په بنياد نو مذهباخبره خو ښکاره ده چې خداے منعې کړي نو بس!

د مترقي  قام پرستۍ هم ښکاره ده که څوک ورته ايلې بانې ګوري - دا هغه کاردے  زمونږپه پښتونخوا کښې نهه ضلعی دي صرف دوه ضلعو کښې اوبه دي پاتې ټولی ضلعې او قبائیلی ایجنسیوې زمونږ لوڼه خوېندې ځایونه په میلونوپه يو منګي  اوبو پسې ځي نودابه دڅه ځاې مترقي قام پرستي وي  چې قام مې اوبو پسې ترسکيږي او مونږ دهغوي دنجات دهنده ګانو دعوا هم کوو اوبياخپله تندی دې په شرابوماتوؤ 

(ليک :دبابانه اوريدلي ،ډاکټرخورشېد عالم،مشموله پښتون پېښور، جنوري ۱۹۹۰ز جلد ۲,شمېره۱۴)

Comments