امیر عبدالرحمن خان د خپل عمل په هینداره کې ليکنه: عبدالباري جهاني زما یاداشت : ځینو ملګرو د امیر د ژوند او کارنامو اړوند د معلوماتو غوښتنه کوله او بي طرفه لیکنه یې غوښته، دا لیکنه کوم هزاره لیکوال نده کړي او نه د هزاره لیکوالانو له منابعو استفاده شوي حتی د هزاره ګانو اړوند د امیر د خشونت تصویر هم پکې په نشته حساب دي خو په هر صورت لوستونکي ته یوه اندازه معلومات ورکولي شي. د لیکنې متن **************** څه کم شل کاله مخکي، د کوټي په ښار کي، د پولیسو یوه متقاعد پښتون منصبدار، له کندهار څخه برټانوي هند ته، د برټانوي رپوټ لیکونکو، د لېږل سویو رپوټونو یوه مجموعه را وسپارله، چي څه کم دوه زره مخه کېږي او د کندهار نیوزلیټرز په نوم په لسو ټوکونو کي راغونډ سوي دي. دا رپوټونه د امیر عبدالرحمن خان د پاچهي د دریم کال یعني ۱۸۸۳ څخه پیل کېږي او د امیر حبیب الله خان د پاچهی تر څلورم کال ۱۹۰۵ پوري دوام کوي. ما د افغانستان د تاریخ لیکونکو په آثارو کي دې اسنادو او رپوټونو ته اشاره نه ده لیدلې، ځکه مي نو لازمه وبلله چي ځیني برخي یې د خپلو لوستونکو سره شریکي کړم. دا رپوټونه ټول د برټانو...