Khushal Khan Khattak Pashto Ghazal. Pashto poetry Text.
که د یار پسې څوک سپینې جامې رنګ کا
آواره دې د نـیـمـګـړې دنـیـا نـنــګ کا
شپه او ورځ دې پسې ژاړي، یار دې غواړي
کـه مئین وي په رښتیا، ځان دې مـلنـګ کا
واشــنـا وتـه د یـار مــیــنـه څــرګنده
لکه قصد چې لـه ډېــوې ســره پـتـنـګ کا
دا د غم کښتۍ چې ګرزي په دریاب کښې
یـوه ورځ بـه یې ذرې ذرې نـهـنــګ کا
ښـایـسـتـه بـلا دې ولـیـده خوشـحــاله!
اوس که زړه منع کوې سترګې دې جنګ کا
خوشحال خان خټک

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.